تازه خبرونه
مونږ له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د ایران جغرافیې ته لیواله یوو – هند
د هند بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د ایران له جغرافیې څخه ګټې اخیستنې او په چابهار بندر کې همکارۍ ته لیوالتیا لري.
سوبرمنیم جې شنکر دا خبره د دوشنبې پر ورځ تهران ته د خپل سفر پر مهال کړې ده.
هغه له خپل ایراني سیال سره له کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: ما د منځنۍ آسیا، افغانستان او اوراسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره د ایران له ځانګړي جغرافیایي موقعیت څخه ګټې اخیستنې ته د هند پر لیوالتیا ټینګار وکړ.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دی او د هغه ایراني سیال په افغانستان کې روان پرمختګونه ارزوي او د دغه هېواد د ثبات او امنیت په اړه به خبرې روانې ساتي.
دغه راز د هند بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې حکومت به یې رسماً فارسي ژبه د خپلو پخوانیو ژبو په نوملړ کې ځای کړي.
نوموړي د خپل سفر پرمهال له خپل سیال سره د خبرو په بهیر کې ویلي؛ د هند حکومت پرېکړه کړې، چې په خپله نوې ښوونیزې پالیسۍ کې پارسي د هند له ۹ زړو ژبو څخه د یوې په توګه شامله کړي.
په دې کتنه کې د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر غزې د اسرائیلو د بریدونو، دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه
ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ژوبلې راپور نهدی ورکړ شوی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ژوبلې راپور نهدی ورکړ شوی.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسلهوالو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.
افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسلهوالو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
تازه خبرونه
د روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.
د روسیې د سېلانیانو ۲۲ کسیزه ډله بدخشان ولایت ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د واخان ولسوالۍ او د دې ولایت له یو شمېر طبیعي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي.
په بدخشان کې د افغانټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي، دغو سېلانیانو د پنجشېر له لارې کران او منجان ولسوالۍ ته ځانونه رسولي او وروسته د بدخشان سیاحتي سیمو ته تللي دي.
واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، روسي سېلانیان به د خپل سفر پر مهال د بدخشان له طبیعي منظرو او سیمو څخه لیدنه وکړي.
دغه راز افغانټور دولتي شرکت ويلي، د ۲۰۲۶ز.کال په تېرو درېمیاشتو کې یې له ۱۵۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو د بدخشان له تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه د لیدنې ملتیا کړې ده.
واخان دهلیز له لوړو غرونو، طبیعي درو، یخچالونو او ځانګړي ژويو سره د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې لږ پېژندل شوې دي او په وروستیو کلونو کې یې طبیعت او سیاحت ته د بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.
حکومتي مسوولان وايي، د سیاحت د صنعت د پراختیا، د خدمتونو د ښهوالي او د افغانستان د طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
د پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندل.
هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.
فراهي ټینګار کړی، چې د پاکستان بریدونه به د اسلامي امارت لهخوا بېځوابه پاتې نهشي او « اسلامي امارت به په مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي».
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خپله رسمي اعتراضیه سپارلې ده.
افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړي، چې ګواکې په پاکستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
نړۍ3 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
-
لوبی3 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
