سیمه ییز خبرونه
موږ ملي پوليس نه، بلكې تنظيمي او سياسي پوليس لرو
د كورنيو چارو وزير مجتبى پتنگ، چې مشرانو جرگې د ناامنيو او د پوليسو په ليكو كې د اداري فساد د ډېرېدو له كبله عمومي غونډې ته بللى و وويل، چې:
په زياتره مواردو كې پوليس تنظيمي او سياسي مسايل پالي.
نوموړي څرگنده كړې، چې د پوليسو د سياسي او تنظيمي چلند له كبله د خلكو باورپرې لږ شوى دى.
په داسې حال كې، چې افغان حكومت له نړيوالو څخه د امنيتي مسووليتونو د اخيستو نوي پړاو ته چمتوالى نيسي؛ خو د كورنيو چارو وزيرد پوليسو په ليكو كې له جدي ستونزو پرده پورته كوي.
د كورنيو چارو وزيرمجتبى پتنگ د سه شنبې په ورځ(د ليندۍ ۱۴) د مشرانو جرگې غونډې ته وويل، چې:
پوليس په زياترو مواردو كې سياسي او تنظيمي چلند كوي.
د مشرانو جرگې غړي حافط عبدالقيوم، داود حساس او اعظمي وايي، چې:
كورنيو چارو وزارت د ناامنيو په مخنيوي او د پوليسو په ليكو كې د اداري فساد په وړاندې په مبارزه كې پاتې راغلى.
دوى د ناامنيو پر زياتيدو او په جرايمو كې د پوليسو پرښكېلتيا اندېښنه څرگندوي.
د كورنيو چارو د وزير په وينا:
دا ستونزه له تېرو لس كلونو راهيسې په ميراث پاتې ده او د پوليسو تنظمي چلند دې ته لاره اواره كړې، چې خلك له وسله والو مخالفينو سره همكارشي.
په همدې حال كې هغه په پوليسو كې د ژورو اصلاحاتو د پيل يادونه وكړه او زياته يې كړه، چې:
د امنيت د ډاډمنولو لپاره پريوامنيتي ستراتيژيك پلان كار پيل شوى دى.
د يادونې وړده، چې د ناامنيو د زياتيدو او نورو ستونزو له كبله په تېرو دوه مياشتو كې د كورنيو چارو وزير اتلس ځله ملي شورا ته غوښتل شوى دى.