تازه خبرونه
ناروې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
تېره ورځ ناوخته د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې چارسمبالي د ناروې هېواد د کډوالو کميتې له عمومي ریيس سره په لیدنه کې پر کرنې، ړندو او کڼو زدهکوونکیو او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لپاره د رسنیو د ملاتړ په ګډون د دواړو بنسټونو ترمنځ همکاریو بحث او خبرې وکړې.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې چارسمبالي غلام حیدر شهامت په دې لیدنه کې د خپلې ادارې د سل کلنې مخینې په اړه ویلي؛ دا اداره په ټول هېواد کې له ٣٧٠ څخه زيات ښوونيز مرکزونه لري او په دغو مرکزونو کې له لومړي څخه تر څوارلسم ټولګیو پورې د فن او حرفې په برخو کې زدهکوونکيو ته زدهکړې ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ دا اداره د ړندو او کڼو د زده کړې لپاره ١٦ ځانګړي ښوونيز مرکزونه لري او ورته د ترانسپورت په ګډون ځينې اسانتياوې برابرې شوې دي.
ښاغلي غلام حیدر شهامت په ډاګه کړې، چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې بنسټیزه موخې د بېوزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د وړ کاري ځواک روزنه ده.
د ناروې د کډوالو کمیتې عمومي رییس تاریه مګنوسن واتر دال ډاډ څرګند کړی، چې د دې کمیتې پروګرام هم پر ښوونه او روزنه، کرنې او روغتيا راڅرخي.
هغه زياته کړې، چې په تېر کې د تخنيکي او مسلکي زدهکړو برخې ته پاملرنه نهده شوې او اوس د ناروې کمیته لیواله ده، چې له دې ادارې سره همکاري وکړي.
نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو اهمیت ته په نغوته کې ویلي: د ځوانانو لپاره اړینه ده، چې زدهکړې ترلاسه کړي؛ ځکه، چې ټولنه ورته اړتیا لري او د اقتصادي ودې لامل کیږي.
هغه وایي؛ هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي زدهکړو له ادارې سره د همکارۍ کچه لوړه او دغې ادارې ته زياته بودجه ځانګړې کړي.
د هېواد د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رییس په خپلو خبرو کې هغو ځوانانو ته هم نغوته وکړه، چې له افغانستان څخه بهر ته ځي او هلته په سختو شرایطو کې کار کوي.
هغه زیاته کړې؛ که په دې اړه کار او همکاري وشي، ځوانان به د افغانستان پریښودلو ته اړ نهشي.
ښاغلي شهامت وایي، چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د ناروې کمیتې موخې یو له بل سره ګډې دي او دا دواړه بنسټونه کولی شي له یو بل سره همکاري وکړي.
شهامت ویلي، سږ کال د ځوانانو د مهاجرت د مخنيوي لپاره یوازې د نرینه وو په برخه کې له ۳۰ زره ډېر زدهکوونکي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې جذب شوي او يو شمېر نورې هڅې هم په پام کې دي.
هغه وایي: په آلمان کې د «سیتی ان افغانستان» موسسې سره هوکړه شوې، چې د کار بازار د اړتیاوو سره سم به د ځوانانو لپاره د زدهکړو او کارموندنې زمینې د برابرولو لپاره به نوې څانګې له آلمان څخه افغانستان ته راوړل شي.
دی څرګندوي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ لپاره د نوښت مرکز جوړ کړی او تر اوسه په دغه مرکز کې ۱۵۰ نوې پروژې ثبت شوې دي.
نوموړي زياته کړې، د افغانستان د لومړني سپورټي موټر جوړول، چې د قطر نندارتون ته وړل شوی دی، د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ پايله ده.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، دغه اداره په پام کې لري، چې په کابل کې پر نړيوالو معيارونو برابر يو بېلګیز اندتون ( انستیتوت ) جوړ کړي، چې د کار د بازار له اړتياوو سره سم د کار د کيفيت د لوړولو او وړ ځواک ته روزنه ورکړي. دغه راز مو په کونړ ولایت کې د لرګیو د صنعت د یوه اندتون جوړول د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې یو بل راتلونکی پلان دی.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې چارسمبالي دغه راز د د نابینایانو او ناشنوایانو زده کوونکو لپاره دو او کڼو د ځانګړیو زدهکړو په مرکزونو کې د روغتيايي او رواني اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.
نوموړی وایي؛ د ځانګړیو زدهکړو په مرکزونو کې نرينه او ښځينه زدهکوونکي شتون لري او د ناروې کمیته کولى شي له کوم محدوديت پرته له دغو مرکزونو سره کار وکړي.
دغه راز شهامت په کرنيزو اندتونونو کې د کرنيزو فارمونو د جوړولو په اړه د ناروې د کمیتې همکاري مهمه وبلله او وایي، چې په يادو اندتونونو کې د زدهکړو لويه برخه عملي ده او له همدې کبله د کرنيزو فارمونو جوړول یو جدي اړتيا ده.
شهامت زیاته کړې، چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې یو شمېر اندتونونه د تجهیزاتو او لابراتوارونو په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې کرنې څانګې استادانو د ظرفیت او وړتیاوو د لوړولو په برخه کې د ناروې د کمیتې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
شهامت وایي، د بڼوالۍ په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره د کرنیزې ځمکې لرونکې ده او په دې برخه کې د همکارۍ امکان هم شتون لري.
د ناروې کمیتې مشر څرګنده کړې، چې د دغې کمیتې او د تخنيکي او مسلکي زدهکړو د ادارې ترمنځ د همکاريو زيات فرصتونه شته دي.
دغه راز هغه د ځانګړیو زدهکړو د مرکزونو د زدهکوونکیو او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د مطبوعاتو د ملاتړ او همکارۍ ژمنه هم وکړه.
د ناروې د کميتې رییس زياته کړې، چې د دواړو لوریو فني ډلې بايد د عملي همکاريو په خاطر له يو بل سره خبرې اترې وکړي.
ویل کیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به نومړی اسلو ته سفر وکړي او هلته به له افغانستان سره د مرستې او د ډېرو نورو همکاريو د جلبولو په اړه په هغه ځای کې د ناروې له چارواکو سره هم پر اړتیاوو خبرې اترې وکړي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه12 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
نړۍ17 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه15 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
