Connect with us

تازه خبرونه

نصرت حقپرست خپل امریکایي سیال مات کړ

خپور شوی

د

د افغانستان د آزادې هڅې لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماته ورکړه.

د یکشنبه پر سهار نصرت حقپرست، بریالی شو، چې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې خپل امریکایي سیال الکس مونز له درې پړاویزې ماتې سره مخ کړي.

دا د آزادې مبارزې په سیالیو کې د نصرت حقپرست دولسمه یمه بریا ده.

نصرت حقپرست له سیربهادرزاده وروسته دوه یم افغان استازی دی، چې د افغانستان د رپی لاندې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې لوبیږي.

تازه خبرونه

افغانستان «غوړه ګوله» نه، بلکې د «زقوم ونه» ده

هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» چې  نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملي دفاع وزارت د سرتېرو په فراغت غونډه کې خبرداری ورکړ، چې «افغانستان چاته ضرر رسول نه غواړي او نه یې له چا مني؛ خو که څوک ناوړې اراده ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي.»

هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» چې  نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.

هغه له افغانستان سره د هېوادونو په سیاسي او اقتصادي تعامل هم ټینګار څرګند کړ.

ملا برادر ویلي: “زه باور لرم؛ د هېوادونو لپاره دا غوره ده، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې د سیاسي او اقتصادي تعامل لپاره هڅه وکړي. هغه انرژي او سرچینې، چې د یو بل په ویجاړولو کې ضایع کیږي؛ د یو بل په ملاتړ او د ګډو ټکو په پیاوړتیا کې غوره مصرف کیږي.”

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني ویلي؛ «د اسلامي امارت سیاست کاذب ندی؛ ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو بنسټونو بناء کړي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.»

ملا برادر په اقتصادي ډګر کې پانګوالو ته زیری ورکړی، چې « اسلامي امارت به په راتلونکو څو ورځو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې کچې ته پر کتو له یوه څخه تر پېنځه کلونو بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.

نوموړي ویلي؛ دا معافیت «به له یوه لوري د نویو سکټورونو پر پښو د درېدو او چټکې ودې سبب وګرځي او له بلې لوري به د هېواد د اقتصادي پایې په ګرځولو او خود کفایۍ کې د پام وړ اغېز ولري.»

Continue Reading

تازه خبرونه

د ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما

یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې د افغان حکومت ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي دي.

یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې: د پخواني حکومت هغه چارواکي او ځواکونه، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي؛ د هغو کسانو په ډله کې ول، چې د غیرقانوني وژنو، خپلسرو نیولو او ځورونو سره مخ شوي دي.

په راپور کې د ښځو پر کار او حرکت بندیزونو، اعدامونو، دُرو وهلو او د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندولو ته هم نغوته( اشاره ) شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ

په دې پلاوي کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یو شمېر رییسان او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت چارواکي دي.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د مشر حسیب الله احمدي پر مشرۍ یو اته کسیز پلاوی د انډونیزیا پلازمینې جاکارتا ته روان شو.

په دې پلاوي کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یو شمېر رییسان او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت چارواکي دي.

دا سفر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر پر رسمي بلنه او د جاپان پر مالي ملاتړ ترسره کیږي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ پلاوی به په هغه غونډه کې ګډون وکړي، چې موخه یې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د همکارۍ پیاوړتیا ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!