نړۍ
نن پر ځايي وخت د امریکا ولسمشریزې ټاکنې پیلیږي
د امریکا ډېر ایالتونه خلکو ته اجازه ورکوي، چې د ټاکنو پر ورځ د راې اچولو مرکزونو ته پر ورتګ سربېره کولی شي د پُست او برښنالیک له لارې هم خپلې رایې ولېږي.
نن سېشنبه( د لړم پېنځلسمه ) د امریکا یو شمېر خلک په ولسمشریزو ټاکنو کې د رای اچونې لپاره د رایو هغو مرکزنو ته ځي، د جمهوري غوښتونکیو له ګوند څخه ډونالډ ټرمپ او له ډیموکراټ ګوند څخه کامالا هریس یې سیالي پر غاړه اخیستې ده.
نظرپوښتنې ښیي، چې دواړه نوماندان له یو بل سره سختې سیالۍ ته ولاړ دی.
تر پرون (دوشنبې د لوم څوارلسمه) شاوخوا ۷۸ میلیون امریکایانو د ټاکنو له ورځې مخکې رای ورکړه، چې د ۲۰۲۰ ز. کال د ټاکنو د ټولو اچول شویو رایو نږدې نیمايي دي.
د امریکا ډېر ایالتونه خلکو ته اجازه ورکوي، چې د ټاکنو پر ورځ د راې اچولو مرکزونو ته پر ورتګ سربېره کولی شي د پُست او برښنالیک له لارې هم خپلې رایې ولېږي.
د NBC وروستۍ نظرپوښتنه ښیي، چې هریس او ټرمپ د رایو له مخې سره برابر دي.
دواړو نوماندانو له ټاکنو یوه ورځ مخکې د شمالي او ختیځو ایالتونو په ګډون د امریکا په یو شمېر مهمو ایالتونو کې خپل ټاکنیز کمپاینونه روان وساتل.
کامالا هریس د دوشنبې پر ورځ د پنسلوانیا ایالت په الینټاون، پیټسبورګ او فلاډلفیا ښارونو کې خپل کمپاین روان وساته.
سیال یې ډونالډ ټرمپ هم د دوشنبې پر ورځ په شمالي کارولینا کې خپل کمپاین پیل کړ او بیا پنسلوانیا او میشیګان ته ولاړ.
که ټرمپ بریالی شي؛ هغه به د امریکا لومړنی ولسمشر وي، چې د ولسمشرۍ له لومړۍ دورې وروسته د دوهیم پړاو ټاکنې بایلي او په درېیم پړاو ټاکنو کې بریالی کیږي.
که هغه ګټونکی شي؛ نو دا شونې ده، چې په محکمو کې د هغه پر وړاندې دوسیې به باطلې کړي.
دغه راز که د ولسمشر اوسنۍ مرستیاله کامالا هریس د نن ورځې ټاکنې وګټي؛ نو هغه به د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وي، چې ولسمشره ټاکل کیږي.
د دوه ګوندي پالیسۍ مرکز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د روان کال په ټاکنو کې شاوخوا ۲۴۴ میلیون خلک د رایې ورکولو وړ دي.
د امریکا په ختیځ کې د رای ورکولو مرکزونه نن په سیمهییز وخت د سهار له شپږ بجو پرانیستل کیږي او په ځینو سیمو کې به د چارشنبې د ورځې تر ۱ بجو پورې د رای اچونې بهیر روان وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بېلابېلو هېوادونو حکومتونه او خلک د امریکا د ټاکنو او د هغو د پایلو د څارلو هڅې کوي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل
-
تازه خبرونه5 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د چاودېدونکو توکو له کبله د ډېرو تلفاتو لرونکو هېوادونو په نوملړ کې ونیول شو
