تازه خبرونه
نورالدین عزیزي د قرغزستان له لومړي وزیرسره د دوه اړخیزو پر پراختیا خبرې وکړې
د دې لیدنې پر مهال نورالدین عزیزي په سیاسي او اقتصادي برخو کې د قرغزستان له ملاتړ او په ځانګړي توګه یې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم لرې کولو او په بشکیک کې د نړیوالې اقتصادي غونډې له کوربتوب مننه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي قرغزستان ته په سفر کې د هغه هېواد له لومړي وزیر عادل بیک قاسم علی یوف سره ولیدل او افغانستان ته یې د سفر رسمي بلنه ورکړه.
د دې لیدنې پر مهال نورالدین عزیزي په سیاسي او اقتصادي برخو کې د قرغزستان له ملاتړ او په ځانګړي توګه یې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم لرې کولو او په بشکیک کې د نړیوالې اقتصادي غونډې له کوربتوب مننه وکړه.
دواړو خواوو پر مذهبي، کلتوري او سیمهییزو مشترکاتو د ټینګار ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډو اقتصادي جوړښتونو جوړولو، د سوداګرۍ خونې او سوداګریز مرکز په ګډون په کابل کې د قرغزستان ډیپلوماټیک استازیتوب د کچې لوړولو بحث او خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې افغانستان ته د قرغزستان د لومړي وزیر د سفر رسمي بلنه پر ورین تندي ومنل شوه.