Connect with us

تازه خبرونه

نورستان ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو تګ راتګ ډېرشوی

خپور شوی

د

د نورستان والي ویلي؛ له هغې وروسته، چې نورستان ملي پارک ونومول شو، هره ورځ ګڼشمېر بهرني او کورني ګرځندویان له دې ولایت لیدنې کوي.

د نورستان طبیعي ښکلا ده، چې دا ولایت د ژوند او چاپېریال ساتنې  ملي ادارې لخوا د ملي پارک په نوم ونومول شو. په ختیځو ولایتونو کې د نورستان مرکز پارون په پرتلیز ډول امن دی. له هغې  وروسته، چې نورستان درېیم ملي پارک اعلان شو؛ زرګونه کورني او بهرني ګرځندویان له دې ولایت لیدنه کوي. د نورستان والي عبدالغفور ملکزي ویلي، نورستان ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د تګ راتګ په شمېر کې دېروالی راغلی دی او له همددې کبله د رستورانتونو او د اوسېدنې د ځایونو له کمښت سره مخ شوی دی.

د نورستان امنیه قومندان محمد صابر د ګرځندویانو د امنیت ساتنې ډاډ ورکوي او وایي؛ د نورو ولایتونو په تناسب د نورستان امنیت ښه دی، مرکز پارون او ور ته ورتلونکې لارې خوندي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ګرځندویانو د امنیت ساتنې لپاره ډاډمنې هڅې روانې دي.

د نورستان اوسېدونکي وایي، پر ملي پارک د دې ولایت له نومولو سره دا ګټه وشوه، چې ځنګلونه، تاریخي آثار او وحشي حیوانات یې ښه وساتل شي او مونږ له خپلو هېوادوالو غواړو، چې نورستان ته راشي.

International Sports

مسي د نړیوال جام په ګول‌وهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

Published

on

لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.

مسي اته ځله د طلایي‌توپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرله‌پسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایي‌توپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قطر د رأس لفان په صنعتي ښار کې د مایع طبیعي ګاز د پروسس په مرکز کې د شوې چاودنې له کبله، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ او ‌ژوبله اوښتې، له قطر سره خواخوږي ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د قطر له دولت او ولس او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Published

on

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.

د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117