Connect with us

سیمه ییز خبرونه

نړيوال ځواكونه بايد پر افغانستان د پاكستان د بريدونو مخه ونيسي- استازي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كونړاو نورستان ولايتونو استازي او د ملي شورى يو شمېر غړي پر افغانستان د پاكستان بريدونه د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې:

په څو ورځو كې پركونړ د پاكستان د پوځ لخوا شاو خوا شپږ سوه توغندي ويشتل شوي دي.

د نورستان او كونړ ولايت استازي وايي، چې:

د وږي په نولسمه او دېرشمه نېټه افغان او بهرنيو ځواكونو پخپلو گډو عملياتو د نورستان په وانټ وايگل ولسوالۍ كې د ښځو او ماشومانو په گډون نولس ولسي وگړي وژلي وه.

په سيمه كې د ملي اردو مسوولين دا ادعا نه مني.

د كونړ او نور ستان  د ولايتي شورا او د ملي شورا  يو شمېر غړيو د مشرانو جر گي د شكايتونو د اوريدو كميسيون په يوه غونډه كې پر افغانستان د پاكستان د ميزايلو بريدونه وغندل.

دوى وايي، چې:

د بريدونو له پيله د تېرې سه شنبې تر شپې يوازې پر كونړ شپږ سوه توغندې را لويدلي،  چې د دوه كسانو پر وژل كېدو او د دوه نورو پر ټپي كېدو سربېره يو سل و پنځوس كورنۍ بيځايه شوي دي.

دغه استازي له نړيوالو ځواكونو غواړي، چې د دغو بريدونو مخه ونيسي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبياراو د دغه ولايت د سولې د عالي شورى غړى  مولوي شفيع الله  شفيع  وايي، چې:

كه دا عمليات دوام وكړي؛ نو له افغان دولت سره به د خلكو واټن زيات شي.

په ختيځ كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې:

د دغو عملياتو مشري افغان ځواكونو په غاړه درلوده او دوى د ولسي وگړيو د مرگ و ژوبلې په اړه معلومات نلري.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډگروال محمد نعمان هاتفي وايي، چې:

په دغو عملياتو كې وژل شوي كسان ټول وسله وال مخالفين دي.

د بهر نيو ځواكونو په خپلسرو عملياتو كې  د ملكي خلكو وژنه  هغه ستونزه ده، چې افغان  ولسمشر پرې سخت غبر گون ښيي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیواله محکمه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د جنوبي افریقا پر غوښتنه د غزې د جګړې پر مهال پر رفح د اسرائیلو د بریدونو په اړه بحث وکړي.

د نړیوالې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د جنوبی افریقا پر غوښتنه به د غویی پر اووه ویشتمه  او اته‌ویشتمه / د می پر شپاړلسمه او اووه‌لسمه پر رفح د اسرائیلو پر بریدونو ناستې تر سره شي.

دا غوښتنه د هغو دوسیو یوه اړینه برخه ده، چې سویلي افریقا د جنوري په میاشت کې د اسرائیلو پر وړاندې ثبت شوې او دا هېواد یې په غزه کې د فلسطینیانو پر نسلي وژنې تورن کړی دی.

د یکشنبې پر ورځ مصر له ترکیې او کولمبیا سره د اسرائیلو پر ضد د درېدو غوښتنه وکړه.

د مصر حکومت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر ضد له درېدو وروسته اوس له دې رژیم سره د سیاسی اړیکو د کچې پر کمولو غور کوي.

د سکای نیوز د راپور له مخې؛ د مصر حکومت له اسرائیلو سره د سیاسي اړیکو د کمولو په اړه هڅې پیل کړې دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې هېواد یې په رسمي توګه د جزا په نړیواله محکمه کې د اسرائیلي رژیم پر ضد د جنوبي افریقا له غوښتنې ملاتړ کوي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي: مونږ یو ځل بیا د ملګرو ملتو له امنیت شورا او نفوذ لرونکیو خواوو غواړو، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د ټینګولو او پر رفح د پوځی عملیاتو د بندولو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د تېرې میاشتې په پیل کې پر غزه د صهیونیسټ رژیم له‌خوا د ډله‌ییزې وژنې د ترسره کولو په اړه د جنوبی افریقا پر غوښتنه بیا کتنه وکړه.

دې محکمې له صهيونیسټ رژيم څخه وغوښتل، چې په غزه کې د نسلي وژنې د مخنيوي لپاره ټولې اړینې هڅې ترسره کړي.

دې محکمې امر وکړ، چې په يوه مياشت کې دننه د ټولو هغو اقداماتو راپور نړيوال عدالت ته وړاندې کړي، چې د نسلي وژنې د مخنيوي لپاره يې کړي دي. همداشان د دغې محکمې قاضي ویلي، چې د جزا حکم د صهیونیسټي رژیم  لپاره  نړیوال  مکلفیتونه  رامنځته کوي .

د دې ترڅنګ نړیوالې محکمې صهیونیسټ رژیم ته امر وکړ، چې په غزه کې د بېړنیو خدماتو او بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره بېړني اقدامات وکړي؛ خو د اوربند رامنځته کولو حکم یې صادر نکړ.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!