International Sports

نړیوال جام؛ تونس د سویډن له درندې ماتې وروسته اروه رنار نوی روزونکی وټاکه

د تونس ملي لوبډلې د جون پر څوارلسمه( یکشنبه) د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې له سویډن سره سیالي وکړه؛ خو ۵ د ۱ پر توپیر یې ماتې وخوړه. دا لوبه د F ګروپ په چوکاټ کې ترسره شوه؛ هغه ګروپ، چې نډرلېنډ او جاپان هم په کې دي.

Published

on

تونس د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې له سویډن څخه ۵ پر ۱ درندې ماتې وروسته صبري لاموشي د روزونکي له دندې ګوښه او نامتو فرانسوی روزونکی اروه رنار یې د هغه پر ځای وټاکه.

د تونس ملي لوبډلې د جون پر څوارلسمه( یکشنبه) د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې له سویډن سره سیالي وکړه؛ خو ۵ د ۱ پر توپیر یې ماتې وخوړه. دا لوبه د F ګروپ په چوکاټ کې ترسره شوه؛ هغه ګروپ، چې نډرلېنډ او جاپان هم په کې دي.

د دغې ماتې له کبله تونس د خپل ګروپ د جدول وروستي ځای ته ولوېد او بل پړاو ته د دې لوبډلې د رسېدا په اړه اندېښنې زیاتې شوې. سویډن په دې لوبه کې غوره لوبه وکړه او د تونس دفاعي کمزورۍ یې څرګندې رابرسېره کړې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د تونس فوټبال چارواکو له دې ناهیلې کوونکې پایلې وروسته پرېکړه وکړه،  چې صبري لاموشي له دندې لرې او اروه رنار د ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکي.

۵۷ کلن رنار د نړۍ د فوټبال له پېژندل شویو روزونکو څخه دی. هغه په ۲۰۱۲ز.کال کې زامبیا د افریقا ملتونو جام اتلولۍ ته ورسوله او درې کاله وروسته یې له عاج ساحل څخه هم همدا اتلولي وګټله.

دې فرانسوي روزونکي د مراکش، سعودي عربستان او د فرانسې د ښځو د ملي لوبډلو روزنه هم کړې ده.

د رنار ټاکنه د دې لپاره شوې، چې د تونس لوبډلې ته د راتلونکو حساسو سیالیو مخکې بېرته روحیه، نظم او پر ځان باور ور وګرځوي.

تونس د ګروپي پړاو دوه نورې لوبې هم په مخکې لري او د بل پړاو د هیلې د ژوندي ساتلو لپاره باید ښې پایلې ترلاسه کړي. دغه لوبډله به د جون پر یوویشتمه له جاپان او د جون پر بېنځه‌ویشتمه د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له نډرلینډ سره مخامخ شي.

له سویډن څخه دا ماتې د نړیوال جام په تاریخ کې د تونس له تر ټولو درندو ماتو څخه ګڼل کېږي او پر لوبغاړو او روزنیز پلاوي یې فشارونه زیات کړي دي.

دغه راز سویډن په‌دې بریا کې له F ګروپ څخه د بل پړاو د احتمالي لوبډلو په ډله کې خپل دریځ ښه پیاوړی کړ.

تونس اوس هیله لري، چې د اروه رنار تجربه او وړتیا به د لوبډلې حالت بدل کړي او له سیالیو څخه به یې له وخت مخکې د وتلو مخه ونیسي.

په افغانستان کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ هره ورځ پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې وګوري. همدارنګه د سیالیو د مهالوېش او وروستیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا ټلوېزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وڅاري.

Trending

Exit mobile version