لوبی

هالیند کرکت نړیوال جام ته پر لار موندنه بریالی شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۴۰۲)

د هالیند کرکت ملي لوبډلې د پنجشنبې پر ورځ سکاتلیند ته د څلور ویکتو پر توپیر له ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۳ ز. کال نړیوال جام ته لار وموندله.

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې؛ په دې لوبه کې د هالیند له لوبډلې څخه دي ليد ۱۲۳ منډې جوړې کړې او پېنځه لوبغاړي یې وسوځول.

هالیند او سریلانکا د کرکت نړیوال جام سیالیو ته پر لارموندنه بریالي شول، چې په اکتوبر او نومبر میاشتو کې به د هند پر کوربتوب ترسره شي.

دا د هالیند پېنځم ځل دي، چې په دې ډول سیالیو کې ګډون کوي. هالیند په ۲۰۱۱ کال کې پر وروستي ځل دا سیالۍ تجربه کړې وې.

د نړیوال جام د غوراوي په وروستۍ لوبه کې سکاتلیند د ۹ لوبغاړیو پر سوځیدو ۲۷۷ منډې جوړې کړې. هالیند ټاکل شوی هدف د دی لید پر زړه پورې توپوهنې پوره کړ.

دي لید ویلي: دا حیرانتیا ده، نشم کولی خپله دا ولوله څرګنده کړم او دا به نن شپه یوه ستره خوشالي وي.

آریانا تلویزیون به دغه سیالۍ هره ورځ پر ژوندۍ بڼه له تلویزیون او ویب پاڼې خپروي.

له لوبې مخکې پروګرام د کابل پر وخت له غرمې مخکې پر ۱۱:۰۰ بجو پیلېږي او لوبه د کابل پر وخت له غرمې محکې پر ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.

دغه سیالۍ به له آریانا تلویزون او ویبپاڼو څخه هم‌مهاله خپرې شي.

www.arianatelevision.com/live او www.arianatelevision.com/icc-live

د آریانا تلویزیون د سیالیو مهالوېش لپاره  ا داځای/ کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version