بی بی سی پښتو

هغه ۵ هېوادونه چې ۲۰۲۰ کې د لوږې ډېر خطر سره مخ دي

Published

on

EPA
په میلیونونو یمني ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

نړۍ کې د کورونا وېروس له امله د مړینو او پېښو له دوام سره د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چې نړۍ له ممکنه تاریخي او پراخې لوږې له خطر سره مخ ده او سږ کال به خوړو ته د اړمنو خلکو شمېر دوه برابره شي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ۲۰۱۹ کال پای کې ۱۳۵ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ وو، خو د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د قرنطین له امله به دا شمېر ۲۶۵ میلیونه وګړو ته ورسېږي.

د دې پروګرام مشر ډیویډ بیسلي د سې شنبې په ورځ وویل: “له کورونا وېروس مخکې هم ما ویل چې ۲۰۲۰ کال کې به د څو دلیلونو له امله له دویمې نړیوالې جګړې وروسته خورا بد انساني کړکېچ سره مخ شو”.

دا اداره چې پر ۲۰۱۹ کال یې ۸،۳ میلیارد ډالر ترلاسه کړي و، د روان کال د اړتیاوو ځوابولو لپاره له لس تر دوولس میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

یمن

یمن کې له جګړې پیلېدو مخکې هم دا هېواد په عرب نړۍ کې تر ټولو بې وزله و.

خو د ۲۰۱۵ کال مارچ کې د حوثي وسلوالو پرضد د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې د عملیاتو پیلېدو سره د یمن انساني حالت لا بدتر شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام مشر اقتصادپوه او د څېړنې، ارزونې او څارنې برخې مشر عارف حسین بي بي سي ته وویل:

“پر ۲۰۱۶ کال یمن کې موږ درې یا څلور میلیونه کسانو سره مرسته کوله، خو اوس دا شمېر ۱۲ میلیونو ته رسېدلی دی”.

دغه هېواد کې ستونزه ځکه لا زیاتېږي چې د روغتیا نړیوال پروګرام د روانې میاشتې لومړیو کې وویل، یمن کې د حوثیانو په کنټرول کې سیمو ته مرستې له دې اندېښنې نیمايي کوي چې ځینې مرستندوی هېوادونه اندېښمن دي، چې دا وسلوال د مرستو مخه نیسي.

یمن کې د کورونا وېروس لومړنی ناروغ د روانې میاشتې لومړیو کې ثبت شو او دې سره مرستندویه ادارو خبرداری ور کړ چې د دې هېواد د کمزوري روغتيايي سیستم له امله به دلته په چټکۍ دا وېروس خپور شي.

کانګو ډيموکراټیک جمهوریت

AFP
د یوې پېړۍ له څلورمې برخې ډېر وخت کېږي چې کانګو کې جګړه روانه ده.

د پېړۍ له څلورمې برخې ډېر وخت راهیسې د کانګو ځینې برخو کې د روان وسلوال تاوتریخوالي له امله اوس د خوړو نړیواله اداره وايي، چې د لوږې کړکېچ د پراخوالي له پلوه دا هېواد دویم ځای لري.

له پنځلس سلنه ډېر وګړي یې د خوړو له پلوه ډېر ناخوندي حالت لري او په دې مانا ده چې د نړۍ د جنګي سیمو د نږدې هغو ۳۰ میلیونه خلکو برخه دي چې تقریبا په مرستو پورې بشپړ تړلي دي.

ښاغلی حسین وايي، یوازې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره دې وګړو ته د خوړو رسولو لپاره نږدې دوه میلیارد ډالرو ته اړیتا ده:

“دوی تر ټولو بد اغېزمن خلک وو او اوس له لا ډېرې ستونزې سره مخ دي”.

* ایا په لوږه کې ښځې تر سړو ډېرې غوسه کېږي؟

* ”سوري حکومت ‘لوږه’ د وسلې په توګه کاروي”

د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې پنځه میلیونه کورني بې ځای شوي او تر نیم میلیون د ګاونډیو هېوادونو کډوال شته.

د جګړې سیمې هر اوسېدونکی له دې زیاتېدونکي خطر سره مخ دی، خو د کورونا وېروس پر مهال بې ځایه شوي لا ډېر زیانګالي دي، ځکه د دې وېروس د مخنیوي لپاره د لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو له کمښت سره مخ وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند د دې میاشتې لومړیو کې خبرداری ور کړ چې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې روان تاوتریخوالی دغه هېواد کې د کورونا وېروس د مخنیوي هڅې هم ګواښي، چې تر ډېره یې پلازمېنه کنشاسا اغېزمنه کړې ده.

وینزویلا

AFP
د وینزویلا نږدې ۱۵ میلیونه وګړي کډوالۍ ته اړ شوي دي.

په نوملړ کې د نورو هېوادونو اپوټه، وینزویلا کې لوږه د جګړې یا چاپېریالي فکتور په ځای، بلکې د اقتصادي ستونزو له امله ده.

وینزویلا نړۍ کې د تېلو تر ټولو پراخې زېرمې لري، خو تېره جنورۍ کې یې پړسوب یا انفلاسیون ۲۰۰ سلنې ته ورسېد، چې ور سره یې دریمه برخه خلک مرستو ته اړ شول.

خو ستونزه لا هغه وخت ډېره شوه چې خورا لوی شمېر روغتیاپال ترې ووتل.

نږدې ۴،۸ میلیونه کسان چې ۱۵ میلیونه نفوس کېږي وروستیو کلونو کې له وینزویلا ووت او له دوی په سلګونو زره ګاونډیو هېوادونو کې د خوړو خوندیتوب نه لري.

سوېلي سوډان

د نړۍ تر ټولو ځوان هېواد چې له ګاونډي سوډان یې پر ۲۰۱۱ کال خپلواکي اخیستې ده.

دې خپلواکۍ سره باور کېده چې اوږده کورنۍ جګړه پای ته ورسېده، خو له دوو کلونو وروسته بیا دغه نوي هېواد کې تاوتریخوالی پیل شو.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوېلي سوډان کې لوږه او خوارځواکي خورا لوړه کچه کې ده، په داسې ډول چې نږدې ۶۰ سلنه وګړي یې د خوړو موندلوورځنۍ هڅه کوي.

حالات د روان کال لومړیو کې حالات هغه وخت لا بدتر شول چې له ختیځې اروپا ورغلیو ملخانو یې کرونه تبا کړه.

ښاغلی حسین وايي، که کووېډ-۱۹ د اوس کیسه نه وی، نو ډاګي ملخان به تر ټولو ستره کیسه و.

د تېلو بیې غورځېدو سره به په نړۍ کې پر تېلو د یوه ولاړ هېواد په توګه لا سخت زیانمن شي.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وايي، چې سوېلي سوډان کې تراوسه د کورونا څلور ناروغان پېژندل شوي دي.

افغانستان

EPA
هرات کې ښځې مرسته اخلي اوپولیس امنیت ساتي.

بل جګړې لوټلی هېواد افغانستان دی چې پر ۲۰۰۱ کال د امریکا ښکېلېدو سره له نږدې دوه لسیزو راهیسې رنځېږي.

اتلس کاله وروسته بیا هم له نیمایي وګړي یې د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند لري او د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، له یوولس میلیونو ډېر وګړي یې د خوړو خوندیتوب نه لري.

د افغان حکومت په خبره، تر پنجشنبې دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۲۲۷ ته ورسېد

که څه هم د دې ناروغانو شمېر کم دی، خو افغانستان کې محدودې معاینې کېږي اود لسیزو جګړو له امله کمزوری روغتیايي سیستم لري.

دا وېره هم شته چې دغه هېواد کې به تر یو لک پنځوس زره ډېرو کسانو ته دا وېروس رسېدلی وي.

افغانستان ته له ایران د کډوالو ستنېدو سره دا وېروس ورسېد.

Trending

Exit mobile version