لوبی

هند د اووه ویکټو پر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه

افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او لوبه یې هیله‌ورکوونکې پیل کړه؛ خو د لوبډلې د منډو په منځنۍ برخه کې ناڅاپه پرله‌پسې ویکټې ولوېدې، چې له کبله یې د لوبې لوری د هند پر ګټه واوښت.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۳, ۱۴۰۵

د یکشنبې پر ورځ د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې د هند کرکټ ملي لوبډلې د شل‌آوریزو سیالیو د لړۍ د لومړۍ لوبې پر مهال افغانستان ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او لوبه یې هیله‌ورکوونکې پیل کړه؛ خو د لوبډلې د منډو په منځنۍ برخه کې ناڅاپه پرله‌پسې ویکټې ولوېدې، چې له کبله یې د لوبې لوری د هند پر ګټه واوښت.

افغانستان د یوې ویکټې په بدل کې ۳۸ منډې کړې وې؛ خو په لنډه موده کې یې د پېنځه نورو منډو په بدل کې څلور ویکټې له لاسه ورکړې او ۴۳/۵ ته ولوېد. دې سقوط افغانستان له ستونزمن حالت سره مخ کړ او د سیالۍ وړ هدف ټاکلو چانس یې محدود کړ.

په دې لړۍ کې د افغانستان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د ویکټو ترمنځ د منډې وهلو پر مهال د یوې تېروتنې له کبله وسوځېد.

له پېنځه ویکټو وروسته عظمت‌الله عمرزي او محمد نبي هڅه وکړه، چې د افغانستان پاڼۍ بېرته منظمه کړي. عمرزي په حساب شوې او اغېزمنې توپ‌وهنې سره پر ۴۴ توپونو ۶۴ منډې وکړې. نبي هم ۳۳ منډې وکړې او د دواړو لوبغاړو ملګرتیا افغانستان وتواناوه، چې د ۲۰آورونو په پای کې د اته ویکټو په بدل کې ۱۵۶ منډې وکړي.

د هند په توپ‌اچوونکو کې ارشډیپ سینګ  تر ټولو ښه وځلېد او د ۱۹ منډو په بدل کې یې درې ویکټې واخیستې. جسپریټ بومرا هم د چپ زنګون د ټپ له کبله په وروستیو لوبو کې له نشتون وروسته بېرته د هند په لوبډله کې شامل شوی و.

د افغانستان ۱۵۶ منډې د هند د پیاوړې توپ‌وهنې پر وړاندې بشپړې نه‌وې. کوربه لوبډلې د هدف پوره کولو ته پر چټکۍ دوام ورکړ او ابیشک شرما په دې برخه کې مهم رول ولوباوه. هغه یوازې له ۳۲ توپونو ۸۲ منډې وکړې.

د شرما د چټکو منډو له کبله د هند پر وړاندې د پاتې منډو فشار پر چټکۍ کم شو. سره له دې، چې سنجو سامسون د ۱۰ منډو له کولو وروسته وسوځېد؛ هند د لوبې واک له لاسه ورنه‌کړ.

ایشان کیشن هم له ۳۳ توپونو ۴۲ منډې وکړې او له دې سره یې د هند مرسته وکړه، چې ټاکل شوی هدف له جدي فشار پرته پوره کړي. هند په ۱۳.۴آورونو کې هدف پوره کړ او د اووه ویکټو پر توپیر یې لوبه وګټله.

افغانستان اوس فرصت لري، چې د سې‌شنبې پر ورځ د شل‌آوریزو سیالیو د لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې د لومړۍ لوبې ماته جبران کړي.

دا لوبه به د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Trending

Exit mobile version