تازه خبرونه
هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ پاکستان په دې بریدونو ګڼ ملکي وګړي وژلي او ملکي ودانیز بنسټونه یې ویجاړه کړي او دا د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د یرغل یوه بله بېلګه ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ځینو برخو کې د پاکستان د پوځي رژیم وروستي هوايي بریدونه غندلي او د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پوځي رژیم د هند، افغانستان، چین او ایران له ننګونو سره ګڼلی دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ پاکستان په دې بریدونو ګڼ ملکي وګړي وژلي او ملکي ودانیز بنسټونه یې ویجاړه کړي او دا د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د یرغل یوه بله بېلګه ده.
هغه ټینګار کړی: “د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته باید بشپړ درناوی وشي.”
دغه راز د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پوځي رژیم بهرنی سیاست په اړه کلکه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامآباد له لسیزو راپدېخوا له خپلو ګاونډیانو سره د باثباته اړیکو په جوړولو کې پاتې راغلی او پر ځلونو یې له ناسمو پرېکړو سره تاوتریخوالی او دښمني رامنځته کړې ده.
هغه زیاته کړې؛ پاکستان اوسمهال په خپلو ختیځو او لویدیځو پولو کې له ناورین سره مخ او د هند، افغانستان، چین او ایران له ننګونو سره مخ دی.
د پاکستان پوځي رژیم د پنجشنبې پر شپه په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا ولایتونو او ځینو نورو سیمو کې وحشیانه هوایي بریدونه کړي؛ په کابل کې یې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي شهیدان کړل او ۱۴ نور، چې ښځې او ماشومان دي ټپیان کړي دي.
دغه راز یو شمېر ملکي کورونه او ودانیز جوړښتونه هم ویجاړ شوي.
اسلامي امارت خبرداری ورکړی، چې دا جنایت به بې ځوابه پاتې نشي او د پاکستان د تېري ځواب یې له پولې هاخوا پر ډزو او هوايي بریدونو ورکړی دی.
چارواکو دا ټینګار هم کړی، چې دوی د جګړې پلوي ندي او د دښمن د تېري پر وړاندې د هېواد له خاورې د دفاع حق یې مشروع دی.
د پاکستان دا اقدام د هېوادوالو، نړیوالو ادارو او سیمهییزو او نړیوالو سیاسي شخصیتونو پراخې نیوکې راپارولې دي.