سیمه ییز خبرونه
هېڅ بنسټ او حتى سياسي اجماع نه شي كولاى د ولسمشرۍ د ټاكنو نېټه بدله كړي
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ (فيفا) او يو شمېر حقوق پوهان وايي، د اساسي قانون له مخې يوازې د ټاكنو خپلواك كميسيون حق لري، چې د ولسمشرۍ د ټاكنو نېټه د ولسمشر د كاري دورې له پاى ته رسېدو مخكې وټاكي په دې شرط، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون وتوانېږي په پاته موده كې د ټاكنو وروستۍ پاېلې اعلام كړي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د ټاكنو د اعلام شوي مهالوېش له مخې خلك بايد د خپل راتلونكي ولسمشر د ټاكلو په موخه د ۱۳۹۳ كال د وري په شپاړسمه د رايو مركزونو ته لاړ شي، خو د هوا يخنۍ او په ليرې پرتو سيمو كې د لارو د احتمالي بندوالي د دغه مهالوېش په اړه اندېښنې را پورته كړې دي.
اوس د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا سرپرست ذكريا باركزي د دغه ستونزې د حل په موخه حل لاره وړاندېز كړې ده، هغه هم سياسي اجماع.
د گوندونو او ايتلافونو د شورا غړى حميدالله فاروقي په دې برخه كې د حقوق پوهانو او ټاكنيزو بنسټونو له خوا سلا مشوره ښه لاره او د ۱۳۹۳ ل كال د وري وروستۍ ورځې د اساسي قانون له مخې د ټاكنو لپاره ښه نېټه گڼي، چې وايي كولاى شي تر ډېره موجوده اندېښنې پاى ته رسوي.
د اساسي قانون له مخې د ولسمشر كاري دوره د پنځم كال د غبرگولي لومړۍ نېټه يا د ولسمشر حامد كرزي دوره د ۱۳۹۳ ل كال د غبرگولي په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي، خو آيا د ټاكنو د نېټې احتمالي ځنډ قانوني تشه نه رامنځ ته كوي او كومه طرح كولاى شي دا ستونزه حل كړي.؟
د دغو طرحو پرخلاف د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ ( فيفا) رئيس نادر نادري سياسي اجماع د ټاكنو د نېټې د بدلون حل لاره نه گڼي.
نوموړى وايي، د ټاكنو خپلواك كميسيون كولاى شي د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ راتلونكې ټاكنې وځنډوي.
كه څه هم د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو د نېټې اعلامول د حكومت او يو شمېر سياسي گوندونو له هركلي سره مخ شول، خو اوس د دغه ټاكنو د نېټې د بدلون په اړه د سياسي اجماع په اړه نوې بحثونه رامنځ ته شوي دي. د افغانستان حكومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
