سیمه ییز خبرونه

وسله والو طالبانو د ننگرهار پر هوايي ډگر بريد كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ننگرهار كې امنيتي سرچينو څرگنده كړې، چې:

وسله والو طالبانو نن سهار پېنځه بجې  د ننگرهار پر هوايي ډگر ډله ييز بريد كړى دى.

امنيتي سرچينې وايي:

دوه ځانمرگو بريد كوونكو ځان پورې تړلي چاوديدونكي توكي چولي؛ خو اته نورله كورنيو او بهرنيو ځواكونو سره په جگړه كې وژل شوي دي.

د امنيتي چارواكو په وينا:

په دې جگړه كې پېنځه افغان سرتېرى وژل شوى او يوشمېر نورټپيان دي.

د جگړې پرمهال دوه ملكي وگړي هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هوايي ډگر مخې ته د موټر چلوونكي د وارخطايۍ له كبله يوه ترافيكي پېښه هم شوې، چې ويل كيږي په كې دوه تنه ټپيان شوي دي.

په بگرام كې د آيساف ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې:

په پېښه كې بهرنيو ځواكونو ته د سرزيان نه دى اوښتى؛ خو د نهو بريد گرو مړي ترلاسه شوي، چې دوه تنو يې د موټر بم چاودنه كړې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي:

گڼ شمېر ځانمرگو پرهوايي ډگر بريد كړى او يو شمېر يې هوايي ډگر ته ننوتي دي، خو امنيتي چارواكي د نوموړي دا ادعا نه مني.

Trending

Exit mobile version