سیمه ییز خبرونه
وسله وال مخالفين افغان ځواكونو ته ستونزې جوړولاى شي
آيساف وايي، چې له نړيوالو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي مسئوليتونو د لېږد بهير له ستونزو سره مل دى.
په داسې حال كې، چې له نړيوالو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د مسئوليتونو د لېږد بهير په وروستي پړاو كې دى، آيساف د وسله والو طالبانو فعاليتونه د افغان امنيتي ځواكونو لپاره يو سر خوگى بولي.
د آيساف په باور په هغو سيمو كې امنيت ښه شوى، چې چارې يې افغان ځواكونو ته سپارل شوي، خو زياتوي چې لاهم وسله وال طالبان او نورې ترهگرې ډلې د يوې ستونزې په توگه مطرح دي.
د آيساف وياند گونتر گيتس وايي:
په ټوليزه توگه افغان ځواكونه د وسله والو مخالفينو او ترهگرو له فعاليتونو سره مخ دى. دا ستونزې به د لېږد په څلورم او پنځم پړاو كې هم موجودې وي. مونږ به له افغان ځواكونو سره يو ځاى د هغوى د نابودولو لپاره كار وكړو.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان گاونډي ازبكستان هم د سيمې د شرايطو په اړوند اندېښمن دى، د دغه هېواد ولسمشر اسلام كريموف وايي:
د افغانستان د جگړې په باب په كار ده، چې د سيمې د هېوادونو، روسيې، او لويديځ په گډون يوه لوېه غونډه جوړه شي.
نوموړې همدارنگه زياته كړه، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته ناټو له افغانستان څخه وځي. د سيمې د حالاتو د خرابېدو اندېښنې موجودې دي، چې مونږ يې هم اندېښـمن كړي يو.
دا په داسې حال كې ده، چې ناټو او آيساف ټينگار كوي، چې افغانستان يوازې نه پرېږدي.
دوى زياتوي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته به هم په افغانستان كې د افغان سرتېرو د روزنې او سمبالولو ماموريت ته دوام وركړي.