سیمه ییز خبرونه

وكيلان دې خپلو موټرو ته عادي پليټ وكاروي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مشرانو جرگې يو شمېرغړي د ملي شورا د غړيو له خوا خپلو موټرو ته د  ځانگړيو پليتونو پركارولو نيوكه كوي.

د مشرانو جرگې مرستيال دا كار د ملي شورا د غړيو لپاره خطرناك گڼي او وايي:

وكيلان بايد له عادي پليټونو استفاده وكړي.

د كابل ترافيك چارواكي وايي:

يوازې مو د اداري پلاوي پېنځه تنو ته دا پليټونه وېشلي او نورو وكيلانو پخپله خپلو موټرو ته دا ډول پليټونه جوړكړي دي.

په دې وروستيو كې د ملي شورا د يو شمېرغړيو په موټرو كې يو ډول پليټونه ليدل كيږي، چې پر عددونو سربېره د ميم  و يا جيم په شان يوشمېر توري كاريدلي، چې له ميم و جيم څخه يې موخه مشرانو جرگه او له واو و جيم څخه ولسي جرگه ده.

د مشرانو جرگې يو شمېرغړي د دې پليټونو پر كارولو نيوكه كوي او يو شمېرنوربيا وايي:

د ملي شورا د ټولو غړيو لپاره بايد دا ډول پليټونه ووېشل شي.

د مشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزديار هم  د دا ډول نمبرپليټونو پر لگولو موافق نه دى.

د كابل ترافيكو عمومي مديراسدالله وايي:

موږ يوازې د اداري پلاوي ۵ تنو ته دا ډول پليټونه وركړي او نور پخپل سر له دا ډول پليټونو استفاده كوي.

يو شمېر كابل ښاريان وايي له ځانگړيو پليټونو استفاده په كابل ښاركې د ترافيكي گډوډۍ  لامل كيږي.

Trending

Exit mobile version