Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني به د استانبول ناستې ته خپله د سولې درې اړخیزه طرحه وړاندې کړي

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۱۶, ۱۴۰۰

رویټرز په ډاګه کړې: د افغانستان ولسمشر اشرف غني به د استانبول په ناسته کې برخوالو ته د سولې درې اړخیزه تګلاره وړاندې کړي، چې په کې له طالبانو سره هوکړه، د اوربند اعلام او له وخت مخکې ټاکنې رانغښتل شوې دي.

رویټرز د اسنادو پر بنسټ په ډاګه کړې، چې د سولې د لارې د دې نقشې لومړۍ برخه د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د سیاسي حل او اوربند پر هوکړې ټینګار کوي.

د لارې دوه یم پړاو پر ولسمشریزو ټاکنو او د سولې دولت د تینګېدو او بیا د نوي سیاسي سیسټم لپاره اجرائیوي چمتووالی په ګوته شوی.

د سولې طرحې په درېیم پړاو کې پر اساسي قانون او د مهاجرینو پر راستنېدو او ادغام خبرې او بحثونه دي.

سربېره پردې افغان چارواکي وايي، ولسمشر غني به بیا په ټاکنو کې برخه وانخلي.

د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته دا هم ویلي، چې اشرف غني د سولې دغه تګلا له یو شمېر بهرنیو هېوادونو سره هم شریکه کړې ده.

یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د استانبول ناسته به د روانې لمریزې هجرې میاشتې پر ۲۷ ترسره شي.

د غونډې پر اجنډا د افغان حکومت، طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ مشورې روانې دي.

له دې مخکې طالبانو خبرداری ورکړی و، چې که ټول بهرني ځواکونه د می تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ونه وځي؛ دوی به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه بیا پیل کړي.

د افغانستان د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي؛ طالبان چمتو دي د می لومړۍ نېټه وغځوي؛ خو په بدل کې یې د زرهاوو بندیانو خوشې کول غواړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې د طالبانو لخوا داسې کوم وړاندیز ندی شوی.

دغه راز د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وه، چې د می پر لومړۍ د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل له تخنیکي پلوه سخت او ستونزمن دي.

د افغانستان د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د لویې څارنوالۍ د نوي سرپرست د پېژندنې په مرسمو کې څرګنده کړې، چې د سولې لپاره ښايي د افغانستان اساسي ‌قانون تعدیل شي.

هغه ویلي؛ سوله د دې ارزښت لري، چې د ټینګېدو لپاره یې د افغانستان په اساسي قانون کې تعدیل ومنو، خو تعدیل د هغه میکانیزم پر بنسټ، چې خپله په اساسي قانون کې مطرح شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني‌ ټېنګار کړې، چې له ټاکنو پرته له وخت مخکې د واک لېږد ته چمتو ندی.

تازه خبرونه

د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د پرله‌پسې سرغړونو له کبله بندې شوې

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Published

on

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفي‌الله رائد ويلي، په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د« پرله‌پسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره عملي هڅې وکړي – برهم صالح

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

برهم صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بېرته راستنېدونکي له بېوزلۍ، د خدمتونو له محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي همدارنګه د افغان نجونو د زده‌کړو او د خپلو هیلو د پوره کولو پر حق ټینګار کړی او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي، چې خپلې ژمنې پر عملي اقداماتو بدلې کړي.

هغه ویلي، افغان نجونې د خوبونو او خیالونو غوښتنه نه‌کوي، بلکې داسې فرصتونه غواړي، چې وکولی شي خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي.

دغه راز افغان کارپوهانو ويلي، بېرته راستنېدونکي د خپل ژوند د بیا پیل لپاره کاري فرصتونو او دوامدار اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

د دوی پر اند، یوازې لنډمهاله مرستې نه‌شي کولی د دغو کورنیو ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت چارواکو بېرته راستنېدونکو ته د کار او زده‌کړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر اړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیوالې ټولنې د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره اړینې مرستې نه‌دي کړي- امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، نړیوالې ټولنې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاسته‌راوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې اړینې مرستې نه‌دي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

فریلیسن د امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې ستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ یوه برخه ده.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه به هڅه وکړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!