Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې پر روان بهیر خبرې وکړې

خپور شوی

د

ولسمشرۍ ماڼې نن دوشنبه د غبرګولي پر ۳۱ ویلي، چې ولسمشر غني نن سهار د هېواد له سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې پر روان بهیر او د جمهوریت پر لومړیتوبونو بحث او خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ د رسنیزو څرګندونو له مخې: د دغې ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د سولې بهیر د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړیتوب دی او پاتې نور ټول راتلونکي ګامونه به په دې بهیر کې پر همغږۍ او یووالي پورته کیږي.

په دې ناسته کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف،  د ولسمشر دوه یم مرستیال محمد سرور دانش،  د ولسمشر پخوانی مرستیال یونس قانوني، د مشرانو جرګې مشر فضل الله هادي مسلمیار، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي، د افغانستان د اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا غړي محمد اسمعیل خان او یو شمېر نورو حکومتي  او دولتي چارواکو ونډه لرله.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي؛ غونډې  ټینګار کړی، چې د سولې او ثبات د ټینګښت، د جمهوري نظام د پیاوړتیا او د هېواد د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ملي یووالی او قوي سیاسي اجماع ته اړتیا ده او د ثبات د ټینګښت لپاره باید د خلکو ملاتړ وکارول شي.

په دې لیدنه کې امریکا ته د ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر په ګډون د یو پلاوي د سفر په اړه هم بحث وشو او دغه سفر مهم او اړین وګڼل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ په ډاګه کړه، چې ولسمشر غني او د پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله ټاکل شوې، چې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۵ نېټه امریکا ته سفر وکړي او له ولسمشر جو بایډن سره د امریکا- افغانستان د همکاریو او وتلو په اړه بحث او خبرې وکړي.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!