Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشرغني د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ټاکنیزې مذاکرې ته را وبلل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ښاغلي ولسمشرغني ویلي؛ نوماندان باید له ده سره مذاکره وکړي او د ټاکنو په اړه د اخلاقي اصولو پر سر هوکړې ته ورسیږي، چې د ده په وینا د اغېزناکو او رڼو ټاکنو زمینه برابره شي.

د غبرګولي له لومړۍ راوروسته په ارګ کې د ولسمشر غني شتون د ولسمشرۍ ټاکنو د نورو نوماندانو بېلابېلې غوښتنې راپورته کړي. په ځانګړي توګه په دې ورځو کې، چې هغه د حکومتي لوړ پوړیو چارواکو په ادلون بدلون لاس پورې کړی دی.

نوماندان وايي، د ولسمشر وروستۍ ګومارنې د ټاکنیز ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه کیږي؛ خو ولسمشر غني د ټاکنو نور نوماندان ټاکنیزې مذاکرې ته را بولي، چې د ده په وینا د ټاکنو د اخلاقي اصولو د تګلارې په اړه هوکړې ته ورسیږي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو یو شمېر نوماندان له حکومت سره  د ټاکنو د ترسره کیدو د څرنګوالي او هغو قواعدو په اړه مذاکره یوه اړتیا ګڼي، چې له مخې یې حکومتي مشران ونشي کولی په ټاکنو کې له دولتي امکاناتو ګټه پورته کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند شیدا محمد ابدالي ویلي؛  مونږ باید ډاډمن ګامونه واخلو. په داسې حال کې، چې حکومت خپلسری روان او کمپایني بدلونونه او ګومارنې ترسره کوي. حکومت اوس هغه صلاحیتونه نلري، چې د غبرګولي له لومړۍ مخکې برخمن و؛ ځکه دا کار به بحران رامنځته کړي.    

اجرایی رییس په خپل اختریز پیغام کې ویلي؛ د ټاکنو په میدان کې فرصتونه باید ټولو نوماندانو ته یو شان وي او په ټاکنیزو مبارزو کې د دولتي امکاناتو د کارولو مخه باید ونیول شي.

د ځینو ټاکنیزو ډلو له نظره د حل یوازنۍ لار د لنډمهالې ادارې جوړیدل دي.

د مشارکت او بدلون د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال بصیر سالنګي وایي، چې د غبرګولي له لومړۍ د حکومت کار ناقانونه دی. ولسمشر باید حکومت یو لنډمهاله حکومت ته وسپاري، چې ټاکنې تر سره شي. 

یو شمېر ټاکنیزو ډلو له اختر وروسته پراخو اعتراضونو ته چمتووالی نیولی، چې حکومت له ستونزو سره مخ او له سرپرستې ادارې سره یې هوکړې ته اړ کړي؛ خو دا هغه څه دي، چې ارګ یی د نظام پروړاندې کودتا ګڼي.

 خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

افغانستان دې د تحریک طالبان پاکستان مشران راوسپاري – محسن نقوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۳)

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان له اسلامي امارت غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشران دې وروسپاري.

محسن نقوي د یکشنبې پر ورځ د لاهور په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: هغه برید، چې پېنځه چینایي انجنیران او د هغوی پاکستاني ډریور په کې ووژل شول؛ په افغانستان کې پلان شوی او په پاکستان کې د شته اسانتیاوو پر مرسته ترسره شو.

هغه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته څرګنده کړې: “د TTP مشرانو دا برید د یوې ځانګړې پروژې په توګه طرحه کړی وه او د دښمن استخباراتي ادارو دوی ته د دې برید لپاره ډېرې پیسې ورکړې.”

نقوي له اسلامي امارت وغوښتل، چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر نور ولي محسود، د پاکستان په ملاکنډ سیمه کې قومندان عظمت الله او د دې ډلې د نورو مشرانو ترڅنګ بختیار شاه، عبدالله او خان ​​لالا نومي دا درې کسان دې ونیسي.

هغه ويلي: ” مونږ له افغانستان سره ښې اړيکې غواړو؛ خو د دې لپاره مهمه ده، چې دغه وسلوال ونيول شي، محاکمه شي او يا هم مونږ ته وسپارل شي.”

د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي.

اسلام‌آباد وايي؛ کابل د هغو وسلوالو ډلو پر وړاندې، چې پاکستان په نښه کوي پوره کار نکوي.

نقوي وایي: ” پاکستان په دې اړه د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې هلته د فعالو ترهګرو پر ضد اقدام وکړي؛ خو تر اوسه مو کومه ښه پایله نده ترلاسه کړې.”

هغه ویلي، چې وسلوال د افغانستان د چارسمبالي حکومت له کمزورۍ ګټه پورته کوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که افغان حکومت همکاري ونکړي؛ نو پاکستان به څه وکړي؟ محسن نقوي ويلي، چې “حکومت به یواړخیزه پرېکړه وکړي.”

د پاکستان کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې کابو دوه اوونۍ وروسته له هغې کوي، چې د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف ویلي؛ په افغانستان کې پر چینايي انجنیرانو برید پلان شوی و او ځانمرګی هم یو افغان و.

د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې همغږي کوونکي رای طاهر هم د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر سره په رسنیز کنفرانس کې ویلي؛ بریدګر، چې اصلي نوم یې متقی او مستعار هغه یې تقي دی، د افغانستان وګړی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو تر اوسه د دغه برید په تړاو ۱۱ شکمن کسان نیولي دي.

رای طاهر وايي، بریدګر له برید څلور میاشتې مخکې له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتی و.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه ځانمرګی بریدګر د افغانستان په کونړ ولایت کې روزل شوی او یو له هغو څلورو وسلوالو څخه و، چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پاکستان ته دننه شوی و.

هغه ویلي، چې په ملاکنډ ضلع کې یو موټر پلورونکي د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) له غړو سره مرسته کړې، چې له چاودېدونکیو توکو ډک موټر پاکستان ته راتېر کړي.

کله، چې نقوي وپوښتل شو، چې څنګه له چاودیدونکیو توکو ډک موټر پرته له دې، چې کشف شي د پاکستان دننه نږدې ۱۰۰۰ کیلومټره سفر وکړ؟ نقوي ویلي، چې امنیتي چارواکو موټر د پلټنو لپاره ودراوه؛ خو هیڅ شک پرې رامنځته نشو.

هغه دا هم ويلي، چې د موټر په چک کې د غفلت له کبله له چارواکو سره معامله شوې ده.

له دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې پر چینايي انجنیرانو په برید کې افغانان لاس لري.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، چې افغانان په دې ډول بريدونو کې لاس نلري او پر افغانستان تور لګول له حقيقته د ذهنونو اړولو يوه ناکامه هڅه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدا د ایران ټینګار

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

قطر د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي د قطر د سرې میاشتې خیریه موسسې او نړیوالې پراختیايي ادارې له رییس سره وکتل.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي؛ په دې کتنه کې د یاد بنسټ رييس ويلي، چې دوى د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه د راستنېدونکیو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړوي، خو د شمېر په اړه به یې د قطر له خيريه صندوق سره خبرې وکړي.

د کډوالو د حقونو هڅاندې اصفه ستانکزۍ ويلي، چې تهران او اسلام‌آباد تل له مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو خلاف چلند کوي.

له بلې خوا د تهران والي مرستیال مهدي باب الحوائجي ویلي، چې دوی د غیر قانوني مهاجرینو پر ضد جګړه کوي او هغه کسان، چې مهاجرینو ته کار او یا  کور ورکوي محاکمه او سزا به ورکړ شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې ایران باید له افغان مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي او د هغوی له جبري ایستلو دې ډډه وکړي.

ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو جبري ایستنه ګړندۍ کړې او هره ورځ له دغو هېوادونو څخه سلګونه کسان هېواد ته را شړل کیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!