تازه خبرونه
ولسمشر اشرف غني د کاسا زر پروژې د چارو پرانسته وکړه
ولسمشر غني د کاسا زر پروژې د پرا نیستلو په مراسمو کې وویل؛ دا لومړی ګام دی، چې افغانستان د انرژۍ د لیږد او ترانزیت پر مرکز بدلوي.
ولسمشر اشرف غني د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د نغلو بند په اړوند سیمه کې د هغې پروژې د عملي چارو پرانسته وکړه، چې د قرغیزستان او تاجکستان هېوادونو ۱۳سوه میګاواته برښنا افغانستان او پاکستان ته لیږدوي.
له افغانستان څخه د دغې پروژې په تېریدو ۲۲۵ میلیون دالر لګښت راځي، چې نړیوال بانک یې ورکوي.
ولسمشر ويلي، هڅه کوي، چې افغانستان د سیمې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په مرکز بدل کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې مونږ د افغانسنتان او سیمي هېوادونو ترمنځ نوی باب پرانست. هیله لرو، چې دا یو کتاب شي؛ افغانستان به د انرژۍ د ترانزیت پر نقطې بدلیږي او دا یې پر لوري لومړی ګام دی، چې پورته شو.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي؛ د دې پروژې د عملي چارو د پیل تړون له دوه هندي شرکتونو سره لاسلیک شوی، چې تر راتلونکیو دوه کلونو به دا پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د برښنا د دغه ترانزیت له لارې به افغانستان هر کال له پېنځه څلویښت څخه تر پنځوس میلیون دالر عاید ترلاسه کوي.
د افغانستان برښنا شرکت رییس امان الله غالب وایي، چې د دې پروژې له پلي کیدو سره به د سیمي په کچه د اقتصادي همکاریو لړي پیل شي. په دې پروژه کې به افغانانو ته هم د زیات کار زمینه برابره او خورا لوړ به عواید تر لاسه کړو.
له ۱۳ سوه میګاواته برښنا څخه درې سوه یې په افغانستان کې مصرف کیږي او پاتې زر میګاواته یې پاکستان ته لیږدول کیږي.
ویل کیږي، چې دا اندازه برښنا به د کال په پېنځه میاشتو کې تنظیم شي؛ خو په کابل کې د تاجکستان سفیر وايي، هېواد یې هڅه کوي د برښنا دغه لیږد د کال ۱۲ میاشتو لپاره برابر کړي.
په کابل کې د تاجکستان سفیر شرف الدين امام ویلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د دغو پروژو له لاري پاکستان ته د بریښنا کلنی لیږد ولرو. د تاجکستان حکومت په دې اړه کار پیل کړی دی.
په کابل کې د باکستان سفیر زاهد نصر الله خان وایي، چې دا برښنا د پاکستان لپاره خورا مهمه ده او دا لړۍ کولی شي د افغانستان او پاکستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا سربېره د منځنۍ او سویلي آسیا هېوادونو اړیکي هم پراخې کړي.
دا پروژه، چې له یو میلیارد دالرو ډېر ارزښت لري او پلي کیدل يې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په معنا ده.
د یادونې ده، چې دا پروژه د هېواد له اووه ولایتونو او۳۱ ولسوالیو تېریږي، چې په کې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابریږي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ


