تازه خبرونه
ولسمشر غني د یکاولنګ- دره صوف سړک جوړولو پرانسته وکړه
د افغانستان د ولسمشر لخوا د یکاولنګ- دره صوف د ۱۷۸ کیلو متره سړک جوړولو پرانسته وشوه، چې په وینا یې د دې پروژې په بشپړیدو به د مرکزي سیمو اقتصاد وغوړیږي. د دې سړک لګښت څه باندې دوه سوه میلیون دالر کیږي، چې د آسیا پراختیایي بانک یې ورکوي. د دغه سړک کار ي تړون له یوه چینایي شرکت سره لاسلیک شوی دی.
ولسمشر له دغه شرکت وغوښتل، چې کارونو ته ژمن پاتې شي.
ولسمشر اشرف غني وایي، له دغه قراردادي شرکت سره د ۱۶ میلیون دالرو پر ارزښت پروژې تر سره شوي او دا ژمنه ترې اخیستل شوې، چې که کار یې پر خپل وخت او له کیفیته ډک تر سره نه کړ؛ نور به ورسره هیڅ راز تړون نه نه لاسلیک کیږي.
ولسمشرغني بامیان د مرکزي سیمو زړه بول، چې ټول افغانستان ته به پراخه وده ورکړي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش دغه سړک د ترانزیت لپاره مهم بولي او وایي، د ټولنې لپاره فقر او بېوسي له جنګ څخه ډېرزیانونه رسوي.
هغه ټینګار وکړ، چې ټول سیاسي خوزښتونه دې یووالي ته ژمن شي، هېوادني کارونه مو ور سره غوړیږي.
د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وایي، دغه پروژه کولی شي مرکزي سیمې له کلابندي خلاصې کړي.
د نوموړي په وینا؛ بنسټیزې ژمنې د پلي کیدو په حال کې دي او د جغرافیایي زندانونو در وازې ماتې شوې دي.
د بامیانو والي محمد ظاهر زهیر د دې پروژې هرکلی کوي او وایي؛ برښنا دې هم بامیان ته ورسول شي او سیاسي ناندرې دې د دغو پروژو خنډ ونه ګرځي.
د فواید عامې وزیر د بامیانو والي د اندېښنې په ځواب کې وویل، چې بامیانو ته به په ۴۵ ورځو کې ۲۲۰ کیلو واته برښنا ورسږي.
دغه سړک په درې نیمو کلونو کې جوړیږی، چې سویلي آسیا له مرکزي آسیا سره نښلوي. سړک یوسلو اته اویا کیلو متره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري.
خبریاله : الاهه عمري
تازه خبرونه
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.
هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نللیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.
امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نللیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.
د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ5 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه