تازه خبرونه
ولسمشر غني د وسلوالو افغان طالبانو پر وړاندې د اور بند اعلان وکړ
ولسمشر غني په یو انځوریز پیام کې په ډاګه کړې، چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ نېټې څخه د کوچني اختر تر پېنځمې پورې ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي، چې پر افغان وسلوالو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات ودروي؛ خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستي شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري.
د افغانستان حکومت د هېواد د عالمانو د دغې متفقې فتوا له اعلان وروسته نه یوازې دا، چې د دغې فتوا د موادو او محتوا ننګه کړې، بلکې د هېواد د عالمانو په غونډه کې د اوربند له ضمني وړاندیز څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی.
ولسمشر غني دا ټینګار هم وړاندې کړې، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د دې اوربند نور جزئیات څرګند شي.
امنیتي او دفاعي ادارې وايي، سر له نن څخه به د روژې تر اووه ویشتمې نېټی د هېواد ټولو ملي ځواکونو ته د اوربند اعلان ورسوي او یوازې به دفاعي حالت غوره کړي.
په اور بند کې یوازې دفاعي حالت غوره شوی او له هغو طالبانو پرته، چې افغان تابعیت لري د نورو ټولو ډلو پر وړاندې جګړه دوام کوي.
دفاع وزارت وايي، دا د اوربند اعلان د وسلوالو طالبانو تر څنګ د حقاني شبکې پر وړاندې هم اعلان شوی.
د ملي پوځ لوی درستیز محمد شریف یفتلي څرګنده کړې، چې: مولوي صیب حقاني د شوروي د اشغال پر مهال د جهاد یو رهبر و؛ د ټولو هغو ډلو پر وړاندې، چې (افغانان) دي او د دولت پر وړاندې جګړه کوي اوربند اعلان دی. له اوربند وروسته که مقابل لوري وغوښتل، چې د سولې په خاطر اوربند ته ژمن پاته شي؛ نو اروبند به دوام وکړي.
حکومت وايي، اوربند سولې ته د رسیدو لپاره لومړنۍ ګام دی او که مقابل لوری اوربند اعلان کړي؛ حکومت به یاد اوربند ته نور هم دوام ورکړي.
کورنیو چارو وزارت وايي، د هغو ټولو وسلوالو ډلو په اړه معالومات لري، چې په افغانستان کې فعالیت کوي.
سرچینه زیاتوي، چې دا ډلې په اوربند کې نه دي شاملې؛ باور وکړئ؛ ستاسو استخباراتي او کشفي ځواکونه دا وړتیا لري، چې د هرې ډلې په اړه معالومات راغونډ کړي. دا، چې هغوی چېرته اوسي، څومره نفر لري. که یو قومندان لس نفره هم ولري دا معالوم دي، چې چېرته دي او څه کوي. ټول راجستر شوي دي.
دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د اوربند پر مهال د دفاعي حالت د غوره کولو تر څنګ سیلاب ځپلو او نورو زیانمنو کورنیو ته مرستې ورسوي.
د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه جیّد او درانه دیني عالمان په کابل کې راټول شوي وه او د یوې لویې درې زره کسیزې غونډې په ترڅ کې یې په افغانستان کې انتحاري او انفجاري بریدونه ناروا وبلل.
خبریال: خلیل ارحمن امید
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی4 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه21 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه13 hours ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول