Connect with us

نړۍ

ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې

نتنیاهو ویلي، چې هغه د شنبې پر شپه له ټرمپ سره دغزې یرغملو او د سوریې د بدلونونو په اړه خبرې وکړې، چې د ټرمپ پر وړاندې به د یوې مهمې بهرنۍ ننګونې په توګه رامنځته شي.

خپور شوی

د

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه ) ویلي، د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې په سوریه کې د پرمختګونو او په غزه کې د حماس لخوا د نیول شویو اسرائیلي او بهرنیو یرغمل شویو د خلاصون د وروستي فشار په اړه خبرې وکړې.

نتنیاهو ویلي، چې هغه د شنبې پر شپه له ټرمپ سره دغزې یرغملو او د سوریې د بدلونونو په اړه خبرې وکړې، چې د ټرمپ پر وړاندې به د یوې مهمې بهرنۍ ننګونې په توګه رامنځته شي.

د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ د حماس تر مشرۍ لاندې اورپکو د ۲۰۲۳ ز. کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د برید په ترڅ کې د اسراییلي-امریکایي دوه ګونی هویت لرونکیو په ګډون ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ ډېر یې یرغمل ونیول. له ۱۰۰ ډېر یرغمل شوي کسان د خبرو اترو او یا د اسرائیلو د پوځ د ژغورنې د عملیاتو له لارې آزاد شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګه کې د چارواکو د څرګندونو له مخې، د اسرائیلو په هوایي او ځمکني یرغل کې شاوخوا ۴۵۰۰۰ کسان ووژل ل شول، چې ډېري یې ملکي وګړي دي، نږدې ټول نفوس یې بې ځایه او ډیره برخه یې ویجاړه شوه.

د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف تېره اوونۍ سیمې ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی و، چې که په غزه کې یرغمل شوي کسان د ټرمپ د لوړې تر مراسمو مخکې خوشې نشي؛ بیا به “ښه ورځ نه وي”.

ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې که د واک تر رسیدو مخکې یرغمل شوي کسان خوشې نشي، په منځني ختیځ کې به د ددوزخ یدونکي وو.

د ټرمپ یوه ویاند د یکشنبې پر ورځ د دې اړیکې  په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

د مصر، قطر او امریکا لخوا یو اوربند ته د رسیدو هڅه، چې د یرغمل کولو تړون هم په کې و په وروستیو اوونیو کې چټک شوی.

نتانیاهو ویلي، چې له ټرمپ سره یې د یرغمل شویو د خلاصون د هڅو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “مونږ د اسرائیلو د بریا د بشپړولو پر اړتیا خبرې وکړې او د خپلو یرغمل شویو خوشې کولو لپاره د هڅو په اړه مو اوږدې خبرې وکړې.”

د ولسمشر جو بایډن بهرنۍ اداره د یوې معاملې ترلاسه کولو لپاره سخت کار کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان، چې تېره اوونۍ په سیمه کې و؛ د پنجشنبې پر ورځ وویل، چې هغه په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه یو شوني تړون نږدې دی.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال جون فینر رویټرز ته ویلي، چې په دې بهیر کې چټکتیا شتون لري.

نتانیاهو ویلي، چې ده او ټرمپ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له نسکوریدو وروسته د وضعیت په اړه هم خبرې کړي دي.

اسرائیلو په سوریه کې د بشارالاسد له واکه د لرې کیدو راپدېخوا په تېرو څو ورځو کې د سوریې د ستراتیژیکو وسلو پر زیرمو سلګونه بریدونه کړي او خپل سرتېري یې د سوریې دننه یوې غیر پوځي سیمې ته لېږدولي دي.

نتانیاهو په یوه بیان کې ویلي: “مونږ له سوریې سره په جګړه کې ښکېلتیا ته لېواله نه یوو.

هغه زیاته کړې، چې په سوریه کې د اسرائیلو اقدامات له سوریې څخه د احتمالي ګواښونو د شنډولو او زمونږ پولې ته نږدې د ترهګرو عناصرو د مخنیوي لپاره دي.”

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!