تازه خبرونه
ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده – درانی
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې را پړرته کېږي، چې د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت په دیر سیمه کې درې وسلوال، چې غوښتل یې له افغانستان څخه پاکستان ته ننوځي؛ وژلي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، تحریک طالبان پاکستان د اسلامآباد سره کرښه ده او اسلامي امارت باید د دې ډلې پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
اصف دراني د سیمهییزو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د پاکستان- افغانستان اړیکې: ننګونې او فرصتونه تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: له افغانستان څخه د ترهګرۍ سرچینه نه یوازې د پاکستان، بلکې د نورو ګاونډ هېوادونو لکه چین، ایران، ازبکستان او تاجکستان لپاره هم د اندېښنې وړده.
هغه له اسلامي امارت وغوښتل، چې د تروريستي ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دغه راز درانی ویلي: مونږ باید له افغان حکومت سره له زغم پر ډکه اراده معامله وکړو. پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې را پړرته کېږي، چې د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت په دیر سیمه کې درې وسلوال، چې غوښتل یې له افغانستان څخه پاکستان ته ننوځي؛ وژلي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې داسې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي شرایط غواړي، چې له درې میلیون زیاتو افغان کډوالو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي.
نوموړي له نړيوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عالي کمیشنرۍ څخه وغوښتل، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د باعزته راستنېدو لپاره ستراتيژي جوړه کړي.
اصف دراني ویلي، د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت هڅې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې تائید شوې.
هغه دغه راز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو، منځنۍ آسیا ته د پاکستاني مالونو د لېږد او د سیمهییزو ارتباطي پروژو لکه د ټاپي د ګازو نللیکې پروژه او د کاسا ۱۰۰۰ برښنا د لېږد لین د غځولو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر ابرار حسین هم د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د پولو پر مدیریت ټینګار کړی دی.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د اړیکو او په لوړه کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو ستاینه وکړه.
حسیني د سیمې له هېوادونو هم وغوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.
پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې، چې پر حکومتي ځواکونو د بريدونو ريښې په افغانستان کې دي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې دوی دې خپلې ستونزې ته په خپله خاوره کې د حل لار وګوري.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

