سیمه ییز خبرونه

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي

د دې درې هېوادونو لوړپوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ په استانبول کې له لوړې کچې خبرو وروسته دغه تړون پر رسمي بڼه« د مکې دفاعي ائتلاف» ونوماوه.

Published

on

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د خپل نوي ګډ دفاعي تړون د عملي کولو پر لوري یو بل ګام پورته کړ او د دې تړون له مخې یې د جوړې شوې ګډې کمیټې لومړنۍ غونډه ترسره کړې ده.

د دې درې هېوادونو لوړپوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ په استانبول کې له لوړې کچې خبرو وروسته دغه تړون پر رسمي بڼه« د مکې دفاعي ائتلاف» ونوماوه.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، د دغه ائتلاف دایمي دارالانشاء به په ریاض کې جوړېږي او تمه ده، چې لومړنی سرمنشي به یې له پاکستان څخه وي.

دغه ائتلاف د اګست پر اوومه د دې درې هېوادونو له لوري د « مکې ګډ دفاعي تړون» له لاسلیک وروسته رامنځته شو. د تړون له مخې، پر یوه غړي برید به پر ټولو درې غړیو برید ګڼل کېږي.

فیدان ویلي، دغه ائتلاف د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د کورنیو چارو په اړه د نه لاسوهنې پر درناوي ولاړ دی او ټینګار یې کړی، چې د سیمې نورو هېوادونو ته هم د ګډون لپاره پرانیستی دی.

د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړیو سیاسي او پوځي چارواکو ګډون کړی و. په خبرو کې د پوځي وړتیاوو د همغږۍ، ګډو پوځي روزنو، د دفاعي صنعت د همکارۍ، ګډ تولید او څېړنې او د ترهګرۍ ضد مبارزې د همغږۍ په اړه بحث وشو؛ خو اوس هم دا پوښتنې پخپل ځای پاتې ده، چې د یوه واقعي پوځي کړکېچ پر مهال به دغه تړون څنګه عملي کېږي.

د استانبول غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې په سیمه کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او له یوې میاشتې وقفې وروسته د دوشنبې پر ورځ د امریکا او ایران ترمنځ بیا بریدونه شوي دي.

واشنګټن ویلي، ځواکونو یې د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د سپاه پاسداران دوه راکټ توغونکي ویشتلي دي. ایران وروسته ادعا وکړه، چې په اردن او متحده عربي اماراتو کې یې د امریکا پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي؛ خو دواړو هېوادونو رد کړې، چې پر پوځي اډو یې برید شوی دی.

دغه بدلونونه د پاکستان لپاره یوه حساسه ننګونه رامنځته کوي؛ ځکه دغه هېواد له سعودي عربستان سره نږدې امنیتي اړیکې لري؛ خو په ورته وخت کې هڅه کوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

فیلډ مارشال عاصم منیر د اګست پر څلیریشتمه تهران ته تللی و او له ایراني لوړپوړیو چارواکو سره یې خبرې کړې وې. پاکستان هڅه کوي، چې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د دوامدار تړل کېدا د ستونزې د اواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې بېرته پیاوړې کړي.

شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه درې اړخیز تړون د ایران پر ضد د یوه اقدام په توګه وپېژندل شي، د پاکستان دریځ به نور هم ستونزمن شي.

دغو هېوادونو ټینګار کړی، چې دا تړون دفاعي بڼه لري او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه‌دی.

دغه تړون ښايي په پای کې له درې بنسټګرو غړیو څخه د نورو هېوادونو تر ګډون پورې پراخ شي. پاکستان او ترکیې هم ویلي، چې نور هېوادونه کولی شي له دغه تړون سره یوځای شي.

مصر د احتمالي غړیو له مهمو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. قاهرې له دې مخکې د سیمه‌ییز ثبات په اړه له پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې سره په بحثونو کې ګډون کړی او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د مصر غړیتوب ممکن دی. ویل کېږي مصر د پرېکړې له کولو مخکې د دې غړیتوب حقوقي او اساسي قانوني پایلې ارزوي.

بنګله‌دېش هم په څرګنده له دغه تړون سره له لېوالتیا خبره کړې ده.

په خلیجي سیمه کې قطر، کویټ او بحرین هم احتمالي غړي یاد شوي؛ ځکه له درې بنسټګرو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او د خپلو امنیتي همکاریو د پراخولو لېوالتیا لري.

د تړون هر ډول پراختیا به د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د نويو غړیو د منلو او هغوی ته د امنیتي ژمنو د ورکړې په اړه هوکړې ته اړتیا ولري.

د استانبول غونډه د دې لپاره یو مهم لومړی ګام بلل کېږي، چې د مکې دفاعي ائتلاف له یوه سیاسي تړون څخه یوه منظم سیمه‌ییزې امنیتي ونډې ته واوښت.

Trending

Exit mobile version