تازه خبرونه

پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

Published

on

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.

دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بې‌پرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.

دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمه‌ییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.

Trending

Exit mobile version