تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ له اړیکو اندېښنه څرګنده کړه
د تارړ د څرګندونو له مخې؛ په هند کې د افغان چارواکو شتون او د دوی خبرې “هر څو ورځې یو ځل” د پاکستان د بېثباته کولو لپاره د بهرنیو له پلانونو ملاتړ ښیي.
د پاکستان اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي پر دوهویشتمه) د افغان او هندي چارواکو ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د تارړ د څرګندونو له مخې؛ په هند کې د افغان چارواکو شتون او د دوی خبرې “هر څو ورځې یو ځل” د پاکستان د بېثباته کولو لپاره د بهرنیو له پلانونو ملاتړ ښیي.
نوموړي هغه وسلوالې ډلې، چې بریدونه ترسره کوي؛ د “بهرنیو د پلان شوي پروګرام ” پیروان بولي او وایي: “دا څه ډول اسلام دی، چې له هند پیسې اخلي او دلته چاودنې کوي؟!”
دا څرګندونې هند ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تیر کال سفرونو ته نغوته( اشاره) کوي، چې پاکستان یې له وسلهوالو ډلو څخه پر ملاتړ تورونوي. په داسې حال کې، چې هند او کابل دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستاني پوځ د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې ۵ زره ۳۹۷ وسلوال بریدونه شوي، چې ۳ زره ۸۱۱ یې په خیبر پښتونخوا او ۱ زر و ۵۵۷ بلوچستان کې تر سره شوي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو هم ۷۵ زره ۱۷۵ استخباراتي عملیات ترسره کړي او ۲ زره ۵۹۷ وسلوال یې له منځه وړي دي.
د پاکستان اطلاعاتو وزیر ویلي؛ حکومت به پخپل ټول ځواک له وسلوالو سره مبارزه وکړي او د پاکستانيانو امنیت به ډاډمن کړي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د دفتر عمومي رییس محب الله وثیق د اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست د ټینګار تر څنګ ویلي؛ د متقابل درناوي د اصل پر بنسټ له هند جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول مو د هېواد د بهرني سیاست یو لومړیتوب دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له څلور کلنو سیاسي اړیکو او تعاملاتو وروسته د اړیکو دا نوی پړاو د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، سوداګرۍ پراخولو، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره یو مهم فرصت برابروي؛ دا یو داسې ګام دی، چې کولی شي په سیمهییز ثبات او پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.