سوداگري
پاکستان د افغانستان پر سبو او میوو تعرفه لوړه کړې
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې هڅه کوي؛ له پاکستاني لوري سره د افغان صادارتو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړي او دواړه لوري وکولی شي خپلې اقتصادي اړیکي منظمې ترسره کړي.
د هېواد د تازه میوې صادروونکي وايي، د رواني اوونۍ له پیل راپدیخوا پاکستان د افغانستان پر سبو او میوو تعرفه لوړه کړې ده.
د هېواد د تازه میوو او سبو صادروونکيو ويلي، چې پاکستان د افغانستان د تازه میوو او سبو پر سر ګمرکي تعرفه بېسارې لوړه کړې ده.
دوی د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په ګډون له ټولو سکټوري بنسټونو څخه له پاکستاني لوري سره د دې ستونزه د حل غوښتنه کړې؛ ځکه، چې په راتلوونکي کې افغان سوداګر او بزګر له مالي زیان څخه وژغورل شي.
دوی وايي، چې له همدې کبله د افغان سوداګرو لسګونه پر میوو او سبو بار موټرونه تم شوي دي، چې میوه او سابه یې د خرابېدو په حال کې دي.
د خصوصي سکټور غړي له سکټوري وزارتونو څخه غواړي، چې له پاکستاني لوري سره د دې ستونزې د اواري لپاره راودانګي.
د تازه میوو د صادروونکیو د ټولنې رییس عبدالغفور ناصري ویلي؛ زمونږ هیله د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه داده، چې له پاکستاني لوري سره اوسنۍ ستونزه بنسټیزه حل شي؛ ځکه، چې پاکستانی لوری ستونزه ډېرول غواړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: پاکستان تل زمونږ د صادارتو په فصل کې دا ستونزه جوړوي. هیله ده، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د دې ستونزو د حل لپاره بېړنيګاکونه پورته کړي.
د کرني اومالدارۍ خونې غړي امید حیدري ویلي: زمونږ په لسګونه موټر، چې پاکستان ته يي تازه میوه او ترکاري وړله په لارو کې ولاړ دي؛ ځکه په تعروفه کې څو برا بره زیاتوالي رامنځته شوی دي. هیله لرو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت دا ستونزه اواره کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې هڅه کوي؛ له پاکستاني لوري سره د افغان صادارتو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړي او دواړه لوري وکولی شي خپلې اقتصادي اړیکي منظمې ترسره کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني ویلي: مونږ هیله لرو، چې له کستاني لوري سره خپلي سوداګریزې او اقتصادي اړیکي منظمې ترسره کړو؛ ځکه په هېواد کې مو تولید شوي کرنیز محصولات باید نورو مارکیټونو ته ورسیږي. که نشي؛ نو بیا اړیوو، چې خپلو تولیداتو او محصولاتو ته بدیل مارکیټو نه برابر کړو.
د خصوصي سکټور غړيو ويلي؛ د روان کال له پیل راپدیخوا له پاکستان څخه تر ۸۰۰ میلیون ډالرو را کړه ورکړه شوې، چې ډېری یې واردات دي.
ویل کیږي؛ که د پاکستان له لوري ستونزي همداسې روانې وي، نو ښايي له دې هېواد سره سوداګري صفر شي او اقتصادي اړیکي پر ټپه ودریږي.
سوداگري
افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.
دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.
د لاجورد دهلیز یوه سیمهییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمهییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ6 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
