تازه خبرونه
پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه ۱۰ ورځې نوره هم وغځوله
ټاکل شوې وه، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اپریل پر لومړۍ نېټه پیل شي؛ خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه ندي ویلي.
ټاکل شوې وه، چې پاکستان د سېشنبې پر ورځ له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړي؛ خو د پاکستانیو رسنیو د راپور له مخې حکومت د اختر د رخصتیو له کبله دا بهیر د اپریل تر لسمې پورې وغځاوه.
ټاکل شوې وه، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اپریل پر لومړۍ نېټه پیل شي؛ خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه ندي ویلي.
میرویس نومي افغان کډوال، چې په پاکستان کې ژوند کوي؛ ويلي، پولیسو د افغانانو د نیولو او شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان لخوا ټاکل شوی وروستۍ ضرب الاجل ډېرغبرګونونه راپارولي او ان د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د مرکزي حکومت دا عمل له نړیوالو قوانینو او انساني ارزښتونو خلاف ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې دوی به تر واک لاندې خپلو سیمو کې د اسلامآباد د دې حکم مخالفت وکړي.
د بشري حقونو ډلو هم د پاکستان دا اقدام غندلی او له اسلامآباده یې غوښتي، چې د افغانانو جبري ایستل ودروي.
د پاکستان د دې پلان له مخې؛ هغه افغان کډوال، چې د ای سي سي کارتونه لري په لومړي پړاو کې له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه وایستل شي او بیا به تدریجي له نورو غیر قانوني کډوالو سره یوځای افغانستان ته راستانه شي. په دوهیم پړاو کې هغه افغان کډوال، چې د POR کارتونه لري له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه وایستل شي.
د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د افغان کډوالو د جبري شړلو د بهیر له پیل راپدېخوا له ۸ سوه او ۵۰ زره څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته جبري استول شوي.
پاکستانيو چارواکو خبرداری ورکړی، چې دوی به تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا درې میلیون افغانان، چې دلته ژوند کوي؛ وباسي.
اسلامي امارت تل د افغان کډوالو له کوربه حکومتونو په ځانګړي توګه پاکستان او ایران څخه غوښتنه کړې؛ د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ ودروي او افغانانو ته اجازه ورکړي، چې تدریجي له عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ پاکستانيو چارواکي ویلي وه، چې د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه به ونه غځول شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
تازه خبرونه
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.
تازه خبرونه
برلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
له دې مخکې د جرمني ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراسالحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.
د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت استازی په برلین کې د افغانستان د سفارت د سفیر یا چارسمبالي او شارژدافیر په توګه نهپېژني.
له دې مخکې د جرمني ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراسالحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.
د دویچه ویله د څرګندونو له مخې؛ د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې پر ورځ په برلین کې ویلي: “د بهرنیو چارو وزارت ته [په افغان سفارت کې] د پرسونل په اړه د کوم بدلون خبر ورکړ شوی نهدی.”
هغه زیاته کړې؛ د جرمني حکومت به له افغانستان اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي او خبر به ورکړي، چې ” د [ سفارت حقوقي وضعیت] به پخپل اوسني حال پاتې شي.”
د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم څرګنده کړې، چې په سفارت کې نوی مامور یوازې هغه وخت د سفیر په توګه پېژندل کیږي، چې هېواد یې مخکې هغه کوربه هېواد ته ورپېژندلی وي او کوربه هېواد ورته باورلیک ورکړی وي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغان سفارت په اړه داسې کوم کار نهدی شوی.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې برلین په جرمني کې د افغانستان له منظمو قونسلي خدمتونو سره ډېره لېوالتیا لري. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې کار سره “هغه کسان، چې له جرمني څخه وتلو ته اړ وي” بېرته راستنېدا ته یې لار اواروي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ8 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
