تازه خبرونه
پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر اسلامي امارت د بندیزونو کمېټې مشري ترلاسه کړه
د دغه راپور له مخې؛ پاکستان ته د دې کمټې د مشرۍ سپارل په داسې وخت کې شوي، چې په افغانستان کې د چین لخوا ملاتړ شوي ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ شوي او دواړو هېوادونو د سفارت له چارسمبالي څخه سفیر ته د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړولو هوکړه کړې ده.
د هند اکونومیک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر اسلامي امارت د بندیزونو کمیټې د نوي رییس په توګه ټاکل شوی، چې د ۱۹۸۸ ز.کال د کميټې پر نوم پېژندل کیږي.
د دغه راپور له مخې؛ پاکستان ته د دې کمټې د مشرۍ سپارل په داسې وخت کې شوي، چې په افغانستان کې د چین لخوا ملاتړ شوي ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ شوي او دواړو هېوادونو د سفارت له چارسمبالي څخه سفیر ته د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړولو هوکړه کړې ده.
د دې کمیټې مرستیالي د ګیانا او روسیې استازو پر غاړه اخیستې ده.
هندي رسنیو دا بدلون په سیمه کې د پاکستان د سټراټیژیک موقعیت د پیاوړتیا لپاره د یو اغېزمن ګام په توګه ارزولی دی.
د ۱۹۸۸ ز. کال د امنیت شورا کمیټه د اسلامي امارت غړو ته د سفر بندیزونو، د شتمنیو کنګل کولو او د وسلو پلورلو په څېر بندیزونو د پلي کولو او ورسره تړلو اړوند بدلونونو په اړه د پرېکړې کولو مسوولیت لري. البته د دې کمیټې پرېکړې یوازې د امنیت شورا د ټولو دایمي او غیر دایمي غړو پر اجماع پلې کیږي.
پاکستان د روان کال په پیل کې د دوه کلن پېر لپاره د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه وټاکل شو او اوس د دې اړینې کمیټې له مشرتوب سره د افغانستان په اړه په بدلونونو کې له بنسټیز رول برخمن وپېژندل شو.
شنونکو اندېښنه څرګندې کړې، چې اسلامآباد د دې دریځ پر کارولو کولی شي پر اسلامي امارت ډېر فشار راوړي او خپله ادعا په ځانګړي توګه د “تحریک طالبان پاکستان” (TTP) د پاکستاني چارواکو په وینا، د افغانستان له خاورې څخه د دوی پر اهدافو بریدونه کوي؛ خو د اسلامي امارت چارواکو پرلهپسې دا ادعاوې رد کړې دي.
دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سېشنبې پر ورځ (د غبرګولي پر دیارلسمه) د هېواد د پوځ له لوړ پوړو جنرالانو سره پېښور ښار ته د سفر پر مهال له اسلامي امارت سره د همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا خبرې وکړې او دا خبرداری یې ورکړ، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې د هندي نیابتي ځواکونو د فعالیتونو لپاره اډه نشي.
هغه په خیبر پښتونخوا ایالت کې قبایلي مشرانو ته په خپله وینا کې د اسلامآباد حکومت پر هوډ، چې د هغه پر وینا د “خوارجو له فتنې” او “د هند تر ملاتړ لاندې ترهګریزو ډلو” سره د مقابلې پر هڅو ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
د قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړهلیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمهییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف پر رسمي بڼه په الماتا کې د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرلهپسې پراختیایي اهدافو سیمهییز مرکز د جوړولو قانون تائید کړ.
دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړهلیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمهییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.
د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې دا مرکز به د تلپاتې پراختیا د هڅولو، د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو لپاره په مرکزي آسیا او افغانستان کې کار کوي.
د جون پر یوولسمه د دې لایحې د معرفي کولو پر مهال د قزاقستان د سنا غړې بي بيګل ژیکسانبای دا مرکز د خپل هېواد لپاره سټراټیژیک اهمیت وباله او څرګندوي، چې په الماتا کې د هغې جوړول به د نړیوال ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه د ښار موقعیت نور هم پیاوړی کړي.
هغې زیاته کړې، چې دا اقدام به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د وړاندې کولو فرصتونه زیات کړي، د قزاقستاني متخصصانو حضور به په نړیوالو بنسټونو کې لوړ کړي او د هغوی د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره به مرسته وکړي.
د دې هوکړهلیک له مخې، قزاقستان ژمنه کړې، چې له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې به هر کال درې میلیون ډالر داوطلبانه دې مرکز ته ځانګړي کړي. دا بودجه به د عصري تجهیزاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ بېخبناوو، د اړیکو سیسټمونو او د مرکز د عملیاتي لګښتونو لپاره ولګول شي.
تازه خبرونه
افغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د ټولګډوږنه سیاسي بهیر د پیل په اړه د اروپايي ټولنې د ټینګار په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شوی او اوس د افغانستان لومړیتوب اقتصادي هوساینه او پرمختګ دی.
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند له نړۍوالو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغانستان په اړه د اندېښنو پر ځای له دغه هېواد سره خپلې اړیکې او تعاملات پراخ کړي.
هغه زیاته کړې:« مونږ هیله لرو، چې نور هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنه ونهلري او له افغانستان سره د خپلو اړیکو او تعاملاتو د پراخولو په اړه غور وکړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اروپايي ټولنې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګدونه سیاسي بهیر پر پیل ټینګار کړی او هغه یې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین بللی دی.
د اروپايي ټولنې استازولۍ همداراز د بشري مرستو د بېخنډه رسېدا او د دغو مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو د ونډې د تضمین غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت تل د ټولګډونه سیاسي بهیر موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې نور هېوادونه باید په دې برخه کې لاسوهنه ونهکړي.
تازه خبرونه
متقي او ډیکارلو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سیاسي او د سولې د ټینګښت په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
روزمیري ډیکارلو د بشري فعالیتونو لپاره د اسلامي امارت د آسانتیاوو او همکاریو له آسانتیاوو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دغه آسانتیاوې د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمې دي.
هغې همداراز د یوناما اړوند د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو په اړه توضیحات وړاندې کړل.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
-
نړۍ4 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
سوداگري4 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
تازه خبرونه5 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
-
سوداگري5 days agoایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoد ایران پر سترو بانکونو سایبري برید؛ بانکي خدمتونه ګډوډ شول
