تازه خبرونه
پاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه پوځي عملیات پیل کړل
که څه هم د عملیاتو په اړه کوم رسمي اعلان ندی شوی؛ خو د سیمې اړوند چارواکو ويلي، چې موخه یې له دې عملیاتو د وسلوالو سنګرونه پر نښه کول او د ملکي تلفاتو کمول دي.
د پاکستان سیمهییزو چارواکو ویلي؛ امنیتي ځواکونو یې د سېشنبې پر ورځ (د زمري یوویشتمه) ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا د باجوړ په اړوند سیمه کې د وسلوالو پر پټنځایونو پوځي عملیات پیل کړي، چې لسګونه زره خلک یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.
که څه هم د عملیاتو په اړه کوم رسمي اعلان ندی شوی؛ خو د سیمې اړوند چارواکو ويلي، چې موخه یې له دې عملیاتو د وسلوالو سنګرونه پر نښه کول او د ملکي تلفاتو کمول دي.
په باجوړ کې لوړ پوړي دولتي چارواکی سعیدالله زیاته کړې: “دا د پراخې کچې عملیات ندي؛ یوازې د وسلوالو پټنځایونه به پر نښه شي.”
د یوه بل سیمهییز چارواکي شاهد علي د څرګندونو له مخې؛ د بې ځایه شویو خلکو شمېر نږدې ۱۰۰ زره کسانو ته رسیدلی دی.
دغو سیمهییزو چارواکو ژمنه کړې؛ هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته به ۵۰ زره روپۍ، چې (شاوخوا ۱۷۵ ډالر) کیږي مرسته ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د الخدمت بنسټ رضاکارانو د خوراکي توکو وېش پیل کړی دی.
بې ځایه شوي ۵۰ کلن ګُلولي نومي ويلي؛ دا دوهیم ځل دی، چې له خپل کور او کلي وتلو ته اړ شوی دی.
هغه په یوه حکومتي پناه ځای کې زیاته کړې: “مونږ ته ویل شوي وه، چې ژر به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو؛ خو زما د کلي ډېر کورونه د ۲۰۰۹ کال په عملیاتو کې ویجاړ شول. مونږ نه پوهیږو، چې دا ځل به زمونږ کورونو ته څه پېښ شي”.
ځایي اوسیدونکو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په غرنۍ ماموند سیمه کې د چورلکو پر ملاتړ د وسلوالو پر سنګرونه د هوايي بریدونو راپور ورکړی دی.
د ولایتي پولیسو مشر ذوالفقار حمید هم تائید کړې، چې عملیات روان دي؛ خو د امنیتي ځواکونو یا وسلوالو د ځاني زیانونو په اړه یې جزئیات ندي ورکړي.
د پاکستان چارواکو ويلي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له وروستیو میاشتو راپدېخوا په سیمه کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
ویل کیږي، چې باجوړ یو وخت د یاد تحریک مرکز و او په ۲۰۰۹ کال کې پرې پراخ پوځي عملیات ترسره شول؛ سلګونه زره خلک بې ځایه او یو کال وروسته چارواکو خپله بریا اعلان کړه او د دې سیمې اوسېدونکو ته یې اجازه ورکړه، چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
