تازه خبرونه

پاک – افغان بهرنیو چارو وزیرانو سفارتي کچې ته د ډیپلوماټیکو اړیکو پر لوړولو خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو تمرکز په کابل او اسلام آباد کې سفارتي ماموریتونه د شارژدافیر له کچې څخه د سفیر کچې ته لوړول ول، چې دواړو خواوو مثبت او رغنده ګام وباله.

Published

on

په یوه اړین ډیپلوماتیک بدلون کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره په ټیلیفوني اړیکه کې سفاراتي کچې ته د ډیپلوماټیکو اړیکو پر لوړولو بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو تمرکز په کابل او اسلام آباد کې سفارتي ماموریتونه د شارژدافیر له کچې څخه د سفیر کچې ته لوړول ول، چې دواړو خواوو مثبت او رغنده ګام وباله.

دواړو لوړ پوړو ډیپلوماټانو هیله څرګنده کړې، چې پاتې ګامونه به ډېر ژر بشپړ شي، چې د ډیپلوماټیکو اړیکو پوره عادي کیدو ته به لار اواره کړي.

دوی ټینګار وکړ، چې د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول به په بېلابېلو سکټورونو کې د همکاریو په ګډون سوداګرۍ، امنیت، سیمه‌ییز اتصال او د خلکو ترمنځ ولسي تبادلاتو ته هم لار اواره کړي.

Trending

Exit mobile version