سیمه ییز خبرونه

پركابل ښار نن سهار درې توغندي ولگيدل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل ولايت د جنايي څېرنو چارواكي وايي:

نن سهار شپږنيمې بجې د كابل ښار پر يو شمېر سيمو درې توغندي لگليدلي دي.

د كابل د جنايي څېړنو رييس محمد ظاهر د دغې پېښې په تائيد وايي:

يو توغندى مسلخ ته نږدې په كرنيزو ځمكو، دوه يم توغندى غازي لوبغالي او د كابل برېښنا رياست ته نږدې او درېيم توغندى د كابل هوايي ډگرته نږدې لگيدلي.

د نوموړي په وينا:

مسلخ  ته نږدې د توغندي د لگيدو په پېښه كې درې ملكي وگړي ټپيان شوي، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړدى.

د دوه نورو توغنديو د احتمالي سرزيان او مالي تاوان په اړه معلومات ترلاسه شوي نه دي.

Trending

Exit mobile version