تازه خبرونه

پر افغان ملکي وګړو د پاکستانیو پوځیانو هوايي بریدونو نړیوال غبرګونونه راوپارول

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پاکستاني پوځیانو له لوري پر افغان خاوره له بریدونو وروسته څرګنده کړې، چې دې بنسټ د بریدونو ویډیويي شواهد ترلاسه کړي او د ملکي تلفاتو د څېړنې بېړنۍ غوښتنه کوي.

Published

on

نړیوالو بشري حقونو بنسټونو په افغانستان کې پر ملکي سیمو د پاکستانيو پوځیانو وروستي هوايي او توپچي بریدونه وغندل او هغه یې له نړیوالو قوانینو او ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پاکستانیو پوځیانو پر بریدونو د ملکي تلفاتو د څېړنې بېړنۍ غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پاکستاني پوځیانو له لوري پر افغان خاوره له بریدونو وروسته څرګنده کړې، چې دې بنسټ د بریدونو ویډیويي شواهد ترلاسه کړي او د ملکي تلفاتو د څېړنې بېړنۍ غوښتنه کوي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ شواهد او لومړني راپورونه ښیي، چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د پام وړ ملکي تلفات رامنځته شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د یاد بنسټ د ټینګار له مخې؛ د ملکي وګړو او ملکي بېخبناوو پر نښه کول له نړیوال بشري قانون پوره سرغړونه ده.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ دا برید غندلی او د ملګرو ملتونو او اړوند بشري حقونو ادارو د سمدستي او خپلواکې څېړنې غوښتنه کوي.

د دې بنسټ د ټینګار له مخې؛ د دغو ښکاره سرغړونو مرتکبین باید مسوول وګڼل شي او د قربانیانو او د هغو کورنیو ته عدالت ډاډمن شي.

په افغانستان کې دننه هم د بشري حقونو د فعالینو ائتلاف هم دا بریدونه غندلي او څرګندوي، چې عادي افغانان “د سیمې د ترهګرۍ پر بنسټ د رامنځته شویو پالیسیو قربانیان شوي دي.”

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ دا بریدونه “د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه.

د کابل د ایمرجنسي روغتون د څرګندونو له مخې؛ له بریدونو وروسته لږ تر لږه ۴۰ کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، روغتون ته وړل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د وروستیو نښتو له کبله د ملکي وګړو درانده تلفات تائید کړي او وایي، چې د اوکټوبر له لسمې راپدېخوا د ( ډیورند کرښې ) دواړو خواوو کې تاوتریخوالی بې ساري کچې ته لوړ شوی دی.

د یوناما په راپور کې راغلي، چې تر ټولو لوړ تلفات په سپین بولدک ولسوالۍ کې ثبت شوي، چې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان دي.

دې بنسټ د چارشنبې پر ماښام له اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ او له دواړو خواوو یې وغوښتل، چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي او له نړیوال بشري قانون سره سم د توپیر، تناسب او احتیاط اصول مراعات کړي.

د تاوتریخوالي زیاتوالي په سیمه کې د نوې بې ثباتۍ په اړه اندېښنې راپورته کړې دي او د بشري حقونو ډلو او ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ملکي وګړو د نور زیان د مخنیوي لپاره بېړنۍ ډیپلوماټیکې هڅې وکړي او د پولې هاخوا بریدونو لپاره عدالت ډاډمن کړي.

Trending

Exit mobile version