نړۍ
پر تلابیب له برید یوه ورځ وروست اسرائیلو په یمن کې د حوثيانو مرکزونه بمبارد کړل
سخنگوی اردوی اسرائیل گفت که این بندر توسط حوثیها برای دریافت محموله های تسلیحاتی از ایران استفاده شده است.
په تل ابیب کې د حوثيانو له برید یوه ورځ وروسته اسرائیلي جنګي الوتکو د یمن حدیده بندر ته څېرمه د حوثيانو پر مرکزونو بریدونه وکړل، چې لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او ۸۷ نور ټپیان شول.
المسیره ټلویزیوني کانال د یمن د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې ویلي؛ په دغو هوایي بریدونو د تېلو تاسیسات او د برښنا یوه دستګاه پر نښه شوي او اور پرې لګېدلی دی.
د حديده بندر اوسېدونکیو رويټرز ته ويلي، چې د بمبارډ پر مهال په ټول ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او المسيره ټلويزيون ويلي؛ ملکي دفاعي ځواکونه او اوروژونکي هڅه کوي، چې د بندر د تېلو په ټانکونو کې د اورلګېدنې مخه ونیسي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي، دغه بندر حوثيانو له ایران څخه د وسلو د رالېږدولو لپاره کاروه.
اسرائیل له برید مخکې خپلو متحدینو ته خبر ورکړی و. د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ، چې برید اف – ۱۵ جنګي الوتکو ترسره کړی او هرڅوک په خوندي توګه بېرته راستانه شوي دي.
د حوثيانو عالي سیاسي شورا ویلي، چې دې بریدونو ته به اغېزمن ځواب ورکړي.
د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سريع زیاته کړې: حوثيان به د اسرائیلي دښمنو پر مهمو اهدافو له بر ډډه ونکړي.
پر یمن برید، چې د اسرائیلي چارواکو پر وینا د حوثيانو لهخوا پر اسرائیلو له ۲۰۰ څخه د ډېرو بریدونو وروسته تر سره شوی او دا اندېښنې یې راپارولي، چې د غزې جګړه به سیمهییزه کړي.
د اسرائیلو دفاع وزیر یوآو ګالانټ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: اوسمهال په حدیده کې اور لګیدلی اور په ټول منځني ختیځ کې لیدل کیږي او ارزښت یې څرګند دی.
هغه زیاته کړه: حوثيانو پر مونږ له ۲۰۰ ډېر بریدونه کړي دي. لومړی ځل، چې دوی یو اسرائیلي وګړی زیانمن کړ؛ مونږ پرې برید وکړ.
د جمعې پر ورځ د ایران د جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې پر مټ له یمن څخه د تل ابیب پر مرکز برید وشو، چې حوثيانو یې د برید ادعا وکړه.
په دې برید کې یو کس ووژل شو او څلور نور ټپیان دي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
