تازه خبرونه
پر رسمیت نه پېژندلو د افغانستان خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي
د ا.ا.ا لومړي وزیر نن د افغانستان اقتصاد تر سرلیک لاندې په یوه ورځني جوړ شوي کنفرانس کې وویل، چې اسلامي هېوادونه دې خپله خپلواکي ثابته کړي او د افغانستان نوی حکومت دې په رسمیت وپېژني.
د ا.ا.ا لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند ویلي، چې په رسمیت نه پېژندلو او اقتصادي بندیزونو د افغانستان خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند څرګنده کړې؛ اسلامي امارت ټول هغه معیارونه پوره کړي، چې د رسمیت پېژندلو لپاره اړین وي.
نوموړي زیاته کړې؛ تمه لري، چې اسلامي هېوادونه به یې ژر پر رسمیت وپېژني او د امریکا خولې ته به نګوري.
د هغه په خبره؛ اسلامي هېوادونو ته په کار ده، چې خپله خپلوا کي ثابته او د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وپېژني.
ملا حسن اخوند په ډاګه کړې؛ نړیوالې ټولنې له هغه نظامه شل کاله ملاتړ وکړ، چې د مسوولینو نومونه يي د نړۍ د مفسدو مشرانو په نوملړ کې دوه یم ځای لري.
ملا محمد حسن اخوند پوښتي، چې نړیوال مونږ ولي پر رسمیت نه پېژني؟ دوی د اشرف غني اداره پر رسمیت پېژندله، چي هغه د فساد په نړیوال نوملړ کې دوه یم نوم درلود؛ خو مونږ نه پېژني، چې فساد مو ختم کړی او امنیت امنیت خوندي کړی دی.
لومړي وزیر ویلي، چې د نړۍ لخوا د اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژندلو او نړیوالو بندیزونو افغان ولس له کړاو سره مخ کړی دی. دوی دې په افغانستان کې پانګونه وکړي؛ له افغانستان سره دې اقتصادي مرستې وکړي او په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې دې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
هغه وایي؛ اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره ټول شرایط برابر دي؛ خو د رسمیت نه پېژندلو له کبله په افغانستان کې د پانګونې بهیر کمزوری شوی دی.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دوی له هیچا څخه د خپل ځان لپاره مرستې نه غواړي، بلکې تمه لري، چې له افغانانو سره په مستقیمه توګه بشردوستانه مرستې وشي.
د افغانستان د لومړي وزیر دوه یم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي هم په دې یوه ورځني کنفرانس کې د نړۍ له بشري مرستو هرکلی څرګند کړ او زیاتوي؛ مرستندویه بنسټونه او نړیوال باید په افغانستان کې انکشافي پروګرامو نه پيل کړي، چې د افغانستان اقتصاد رښتینی حرکت وکړي.
ملا عبدالسلام حنفي زیاتوي؛ اسلامي امارت د افغانستان د صنعتي کیدو پر طرحه تمرکز کوي؛ کانونه به استخراج شي، کرنې ته به وده ورکړ شي او غښتلی بانکي سیستم به رامنځته کړي.
هغه دغه راز څرګنده کړې؛ مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د پانګونې بهیر لپاره قوانین ساده کړو؛ ځکه، چې زمینه برابره ده، فساد ختم دی، بروکراسي ورکه شوه، غصب نشته او امنیت خوندي دی. مونږ غواړو، چې یو رښتیني اقتصادي حرکت رامنځته کړو، چې پر نړیوالو مرستیو متکي نوي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي د افغانستان اقتصاد تر سرلیک لاندې یو ورځني کنفرانس استازیو ته وویل، چې ا.ا په کمه موده کې له نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړې دي. د مهمو متوازنو پالیسیو له لارې یې وښودله، چې افغانستان اوس یو مسوول او رښتینی استازی حکومت لري.
مولوي متقي وایي، په وروستیو پېنځه میاشتو کې اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې د یوه نوي فصل پر پرانیستلو تمرکز کړی دی.
دغه راز ا.ا د مالیې وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري ویلي: مالي سیسټم د پخوا په پرتله په بشپړ ډول فعال شوی؛ د مالیاتو په راټولولو کې د فساد مخه نیول شوې او په ګمرکونو کې د عوایدو د راټولولو بهیر پوره روڼ روان دی.
د کانونو وزارت چارسمبالي هم په دغه یو ورځني اقتصادي کنفرانس کې ویلي؛ په ټول هېواد کې دغیر قانوني کیندنو مخه نیول شوې.
د کانونو چارسمالي زیاته کړې؛ لسګونه واړه معادن داخلي پانګوالو ته په قانوني لارو د استخراج لپاره په قرارداد ورکول کیږي؛ ګڼ لوی کانونه، چې ډېره پانګه غواړي، نړیوالو پانګوالوته په قرارداد ورکول کیږي او وړاندیز یې شوی.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې ډیبرا لاینز دغه یوه ورځني کنفرانس ته د خبرو پر مهال د افغانستان اقتصاد له خورا ناوړه حالت سره مخ وباله او وایي؛ دوی هڅه کوي، چې د افغانستان اقتصادي او بانکي نظام وژغورل شي.
ډیبرا لاینز ویلي، چې افغانستان په هغه دریځ کې ندی، چې یوازې پر کورنیو عوایدو ملي پروګرامونه پر مخ یوسي او ولس ته خدمتونه وړاندې کړي.
ډیبرا لاینز خبرداری ورکړ، چې په روان کال کې به د افغانستان اقتصادي وضعیت شل په سلو کې نور هم ولویږي؛ خو د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د ښه والي لپاره یې د اته میلیارډ ډالرو د مرستې راټولو غوښتنه کړې ده.
ډیبرا لاینز وایي: د عامو افغانانو لاسنیوي د یوه پراخ بشري ناورین مخنیوی کړی دی. مونږ د راتلونکي کال لپاره له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د ۸ میلیارد ډالرو د راټولو لو طرحه نړۍ ته وړاندي کړې، چې په افغانستان کې بشري ناورین پرې مدیریت شي.
په یاد کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزه وده کې د ښځو د کار پر اړتیا هم ټينګار وکړ.
دې کنفرانس ته د ملګرو ملتونو پر استازیو سربېره د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د مرستندویه بنسټونو استازي هم راغلي وه.
د افغانستان اسلامي امارت دا کنفرانس په داسې حال کې جوړ کړ، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له جدي ستونزو سره مخ دی. د افغانستان څه کم لس میلیارډ ډالره ملي پانګه امریکا کنګل کړې، بانکي سیسټم نیمه فعال دی، سلګونه زره کسانو میاشتنۍ تنخواګانې ندي اخیستي او فقر تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.
د یادونې ده، چې په ننني اقتصادي کنفرانس کې د ۲۰ بهرنیو هېوادونو استازیو په فزیکي ډول او د ۴۰ هېوادونو استازیو په آنلاین بڼه ګډون کړی؛ ټول د افغانستان پر اقتصادي، خصوصي سکتور او بانکي مسائلو باندې بحث کوي، چې د پیښو ستونزو ته مناسبه حللار پیدا شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه17 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ22 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه21 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
