تازه خبرونه
په استانبول کې د افغانستان او پاکستان د اوربند خبرو بیا پیلېدا
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د چارشنبې پر ورځ تائید کړې؛ یو پاکستانی پلاوی د افغانستان له اسلامي امارت سره د خبرو اترو لپاره استانبول ته تللی، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ لپاره حل لار ومومي.
ټاکل شوې، چې نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه / د نومبر شپږمه) د ترکیې په استانبول کې د پاکستان له لوري د بیا ځل لپاره د هوایي حریم د نه نقض په اړه د خبرو درېیم پړاو پیل شي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د چارشنبې پر ورځ تائید کړې؛ یو پاکستانی پلاوی د افغانستان له اسلامي امارت سره د خبرو اترو لپاره استانبول ته تللی، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ لپاره حل لار ومومي.
د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې سختې ترینګلې شوې دي.
پاکستانيو چارواکو پر ځلونو ادعا کړې، چې ځینې وسلوال د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ نښتې د تلې اووهلسمه / د اوکټوبر پر نهه په کابل کې له چاودنو وروسته پیل شوې، چې اسلامي امارت یې پړه پر پاکستان واچوله او بیا وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د غچ اخیستونکو بریدونو سره مخ شوې.
افغانستان او پاکستان، چې له ۲۶۰۰ کیلومټرو څخه زیاته پوله لري، د تلې پر نولسمه / د اوکټوبر پر یوولسمه د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په لنډمهاله اوربند هوکړه لاسلیک شوه.
د راپورونو له مخې، په استانبول کې د خبرو اترو په مخکیني پړاو کې دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د اوربند د څارنې او څېړنې لپاره یو میکانیزم رامنځته کړي. تمه ده، چې نوې خبرې اترې به د میکانیزم په نهایی کولو، د حریم پر نه نقض او د اوربند د پلي کولو په اړه پر بحث راوڅرخیږي.
د یادونې ده، چې د پاکستاني لوري لهخوا د لارو بندېدا د دواړو خواوو سوداګرو ته درانده مالي زیانونه اړولي دي.