تازه خبرونه

په اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې د رییس نور احمد نور پر مشرۍ د افغان پلاوي او د افغانستان او لویدیځې آسیا لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سید علي اسد ګیلاني پر مشرۍ پاکستاني پلاوي ګډون کړی و.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۸, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم د غونډې لومړی پړاو په اسلام‌آباد کې ترسره شو.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې د رییس نور احمد نور پر مشرۍ د افغان پلاوي او د افغانستان او لویدیځې آسیا لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سید علي اسد ګیلاني پر مشرۍ پاکستاني پلاوي ګډون کړی و.

د غونډې په لړ کې دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د شته ستونزو د حل لپاره به خپلې اړیکې روانې ساتي او د سیمه‌ییز پرمختګ لپاره یې پر امنیت او د دوه اړخیزو اړیکو پر نورې پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي:” دواړو لوریو د سیاسي، سوداګریزو او دوه اړخیزو ټرانزیټي همکاریو او سیمه‌ییز نښلون په اړه بحث وکړ. دوی د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیاسي مسایلو په اړه هم خبرې وکړې. دواړو خواوو په پاکستان کې د افغان بندیانو او کډوالو د ستونزو پر حل او د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزې د صادرولو پر آسانتیا ټینګار وکړ.”

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ويلي؛ دوی له افغان پلاوي څخه غوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې پاکستان د افغانانو لپاره پاکستان ته د قانوني سفر د ویزو شمېر زیات کړی او په تېر څه باندې یو کال کې د پاکستان حکومت افغانانو ته له ۵۰۰ زره ډېرې ویزې ورکړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: ” دواړو لوریو ترهګري د سیمې سولې او امنیت ته یو جدي ګواښ وګڼله. پاکستاني لوري د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملي اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې فعالیت کوي او یادونه یې وکړه، چې دا ډلې د پاکستان امنیت کمزوری کوي او د سیمې پرمختګ ته خنډ ګرځي.”

د چارو شنونکي څرګندوي؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم د غونډې ترسره کېدا کولی شي د وروستیو بحرانونو په پایله کې د دوه اړخیزو اړیکو د بیا رغونې پر لوري یو ګام وګڼل شي.

دا غونډه ښیي؛ که څه هم په ځینو برخو کې ترینګلتیاوې پخپل ځای پاتې دي؛ خو دواړه لوري د یادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو حل‌لارو په لټه کې دي.

د اسلامي امارت او پاکستان د سیمه‌ییز نښلون لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.

دوی هیله څرګنده کړې، چې د ازبکستان- افغانستان او پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ د تړون چوکاټ به ژر تر ژره وروستی شي.

ویل کیږي، چې دغو مرکچیانو د راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version