تازه خبرونه
په اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې د رییس نور احمد نور پر مشرۍ د افغان پلاوي او د افغانستان او لویدیځې آسیا لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سید علي اسد ګیلاني پر مشرۍ پاکستاني پلاوي ګډون کړی و.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم د غونډې لومړی پړاو په اسلامآباد کې ترسره شو.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې د رییس نور احمد نور پر مشرۍ د افغان پلاوي او د افغانستان او لویدیځې آسیا لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سید علي اسد ګیلاني پر مشرۍ پاکستاني پلاوي ګډون کړی و.
د غونډې په لړ کې دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د شته ستونزو د حل لپاره به خپلې اړیکې روانې ساتي او د سیمهییز پرمختګ لپاره یې پر امنیت او د دوه اړخیزو اړیکو پر نورې پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي:” دواړو لوریو د سیاسي، سوداګریزو او دوه اړخیزو ټرانزیټي همکاریو او سیمهییز نښلون په اړه بحث وکړ. دوی د سیمهییزو او نړیوالو سیاسي مسایلو په اړه هم خبرې وکړې. دواړو خواوو په پاکستان کې د افغان بندیانو او کډوالو د ستونزو پر حل او د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزې د صادرولو پر آسانتیا ټینګار وکړ.”
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ويلي؛ دوی له افغان پلاوي څخه غوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې پاکستان د افغانانو لپاره پاکستان ته د قانوني سفر د ویزو شمېر زیات کړی او په تېر څه باندې یو کال کې د پاکستان حکومت افغانانو ته له ۵۰۰ زره ډېرې ویزې ورکړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: ” دواړو لوریو ترهګري د سیمې سولې او امنیت ته یو جدي ګواښ وګڼله. پاکستاني لوري د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملي اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې فعالیت کوي او یادونه یې وکړه، چې دا ډلې د پاکستان امنیت کمزوری کوي او د سیمې پرمختګ ته خنډ ګرځي.”
د چارو شنونکي څرګندوي؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم د غونډې ترسره کېدا کولی شي د وروستیو بحرانونو په پایله کې د دوه اړخیزو اړیکو د بیا رغونې پر لوري یو ګام وګڼل شي.
دا غونډه ښیي؛ که څه هم په ځینو برخو کې ترینګلتیاوې پخپل ځای پاتې دي؛ خو دواړه لوري د یادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو حللارو په لټه کې دي.
د اسلامي امارت او پاکستان د سیمهییز نښلون لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.
دوی هیله څرګنده کړې، چې د ازبکستان- افغانستان او پاکستان د اوسپنېپټلۍ د تړون چوکاټ به ژر تر ژره وروستی شي.
ویل کیږي، چې دغو مرکچیانو د راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
افغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د ټولګډوږنه سیاسي بهیر د پیل په اړه د اروپايي ټولنې د ټینګار په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شوی او اوس د افغانستان لومړیتوب اقتصادي هوساینه او پرمختګ دی.
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند له نړۍوالو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغانستان په اړه د اندېښنو پر ځای له دغه هېواد سره خپلې اړیکې او تعاملات پراخ کړي.
هغه زیاته کړې:« مونږ هیله لرو، چې نور هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنه ونهلري او له افغانستان سره د خپلو اړیکو او تعاملاتو د پراخولو په اړه غور وکړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اروپايي ټولنې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګدونه سیاسي بهیر پر پیل ټینګار کړی او هغه یې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین بللی دی.
د اروپايي ټولنې استازولۍ همداراز د بشري مرستو د بېخنډه رسېدا او د دغو مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو د ونډې د تضمین غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت تل د ټولګډونه سیاسي بهیر موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې نور هېوادونه باید په دې برخه کې لاسوهنه ونهکړي.
تازه خبرونه
متقي او ډیکارلو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سیاسي او د سولې د ټینګښت په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
روزمیري ډیکارلو د بشري فعالیتونو لپاره د اسلامي امارت د آسانتیاوو او همکاریو له آسانتیاوو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دغه آسانتیاوې د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمې دي.
هغې همداراز د یوناما اړوند د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو په اړه توضیحات وړاندې کړل.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ غونډه؛ د امنیتي تدابیرو او د قانون پر پلي کېدا ټینګار وشو
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې وزارت د وزیر خلیفه سراجالدین حقاني پر مشرۍ د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.
نوموړي همداراز د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د بشپړ ټینګښت، د ولس د باور د پیاوړتیا او له جرمونو سره د مبارزې ریاست د تخنیکي امکاناتو او مسلکي وړتیاوو د لوړولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې پر امنیتي موضوعاتو سربېره د بېلابېلو چارو پر اړوند برخو ټینګار وشو او مسوولانو هم د خپلو اړوند فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
-
نړۍ3 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
سوداگري3 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
-
سوداگري4 days agoایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ
