لوبی
په افغانستان فوټسال لیګ کې اتحاد او ظاهراسد لوبډلو سیالۍ وګټلې
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوهیمې نیمایي پیل پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا تلویزیون ATN کې وګوري.
د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو په څلوراویایمه او پېنځهاویایمه لوبو کې اتحاد لوبډلې ظاهراسد لوبډلې ته ۶ پر ۲ او نورزاد لوبډلې زیتون ته ۳ د ۲ پر توپیرماتې ورکړه.
سبا (پنجشنبه) په شپږاویایمه لوبه کې دیار سنايي او آریا فورج سیالۍ کوي.
په اووهاویایمه لوبه کې جوانان میهن لوبډله به د پیروزي پنجشېر سره مخ شي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوهیمې نیمایي پیل پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا تلویزیون ATN کې وګوري.
لوبی
په آسیا ملتــونو جام کې افغـــانستان جـــاپـــان تـــه خپله څلورمه لوبه وبایلله
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د جاپان پر وړاندې د ۲۰۲۶ آسیا جام څلورمه لوبه ۶ پر صفر وبایلله او له سیالۍ څخه ووت.
دا د ۲۰۲۶ آسیا جام په نیمه پایلوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه وه.
په لومړۍ نیمایي کې سره له بریالیو هڅو افغان لوبډله پر ګول وهلو بریالۍ نشوه او لوبه د جاپان پر ګټه د یو ګول پر ورکولو پای ته ورسېده.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې که څه هم د هېواد فوټسال لوبډلې لوبغاړو ښه روحیه لرله؛ خو بیا هم جاپان ته پر ګول وهلو بریالي نشول.
په دې لوبه کې د جاپان فوټسال لوبډلې لوبغاړي وتوانېدل، چې د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل.
د دغو سیالیو په درېیمه لوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د ایران لهخوا ۵ پر ۲ مغلوبه شوه.
د یادونې ده، چې افغانستان خپلې دوه لوبې ګټلې وې؛ سعودي عربستان ته یې ۳ پر صفر او مالیزیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړ شوې دي.
لوبی
د ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
د ګروپي زړهراکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمهپایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.
د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام د سیالیو د ګروپي پړاو لوبې د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسېدې او له دې سره د حذفي پړاو څلور زړهراکښونکو لوبو ته زمینه برابره شوه، چې د سېشنبې پر ورځ( د سلواغې څوارلسمه / د فبرورۍ پر درېیمه ) به پیل شي.
د ګروپي زړهراکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمهپایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.
کوربه هېواد انډونیزیا، چې د جمعې پر ورځ یې له عراق سره له سختې سیالۍ وروسته مساوي پایله ترلاسه کړه او د «A» ګروپ سر ته وخته؛ له ویټنام سره به مخ شي.
انډونیزیا هڅه کوي، چې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره نیمهپایلوبې ته لار ومومي؛ خو ویټنام غواړي له ۲۰۱۶ کال وروسته یو ځل بیا وروستیو څلورو غوره لوبډلو ته ورسېږي.
عراق به له تایلینډ سره مخ شي، چې د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې یې دوهیم مقام خپل کړی و. دا به یوه سخته سیالي وي؛ ځکه دواړو لوبډلو په ګروپي پړاو کې پیاوړې کړنې لرلې.
څلور ځله اتل پاتې شوی جاپان د یکشنبې پر ورځ له ازبکستان څخه پر مخکې کېدا بریا خپله کړه او د «C» ګروپ لومړی مقام یې ترلاسه کړ. جاپان به د څلور غوره لوبډلو په سیالیو کې له افغانستان سره مخ شي، چې د «D» ګروپ د دوهیم مقام لوبډله ده.
سره له دې، چې افغانستان له ایران څخه ۵ پر ۲ ماتې وخوړه؛ خو د مدافع اتل پر وړاندې یې ښه مقاومت وښود او د ستاینې وړ لوبه یې ترسره کړه.
مدافع اتل؛ ایران، چې د خپلې څوارلسمې آسیا اتلولۍ په لټه کې دی؛ له ازبکستان سره به ولوبېږي. ایران د ګروپي پړاو ټولې درې لوبې ګټلې او له پوره باور سره حذفي پړاو ته داخلېږي.
د څلور غوره لوبډلو ټولې لوبې به د سېشنبې پر ورځ په جاکارټا ښار کې ترسره شي او د سیمې مینهوال به وکولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.
آریانا ټلویزیون د دې سیالیو د خپرولو رسمي حق لري او د حذفي پړاو پراخ پوښښ به د افغانستان لیدونکو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې له مینهوالو غوښتنه شوې، چې د خپرونو د تازه معلوماتو لپاره د آریانانیوز او آریانا ټلوېزیون د ټولنیزو رسنیو پاڼې وګوري.
لوبی
افغانستان لوبډلې سعودي عربستان ته پر ماته ورکولو د آسیاجام سیالۍ پیل کړې
په دې لوبه کې د افغانستان لومړني دوه ګولونه د رضا حسین پور او وروستۍ ګول د امید قنبري لهخوا ووهل شول.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په انډونیزیا کې د ۲۰۲۶ آسیا جام د فوټسال سیالیو په لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته ۳ پرصفر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د افغانستان لومړني دوه ګولونه د رضا حسین پور او وروستۍ ګول د امید قنبري لهخوا ووهل شول.
افغانستان به د جمعې پر ورځ په خپله راتلونکې لوبه کې له مالیزیا سره مخ شي او سعودي عربستان له ایران سره لوبه وکړي.
آریانا ټلویزیون به د آسیا فوټبال سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
لوبی1 day agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه1 day agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تحول3 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
تازه خبرونه1 day agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه1 day agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
-
تازه خبرونه1 day agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
