سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د بشري حقونو په اړه د گډو هڅو غوښتنه وشوه
د اروپايي ټولنې څانگه او د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون د افغان وگړيو بشري حقونه اوس هم د اندېښنې وړبولي.
دا دوه نړيوال او ملي بنسټونه، چې ټاكل شوې د سولې ډالۍ ترلاسه كړي، په افغانستان كې د بشري حقونو د حالت د ښه والي لپاره پرگډ كار او همغږۍ ټينگاركوي.
له دې سره په يوه وخت د ولسمشرحامد كرزي د ملي امنيت سلاكار داكتر دادفر سپنتا په افغانستان كې د بشري حقونو حالت د قناعت وړنه بولي او وايې:
د بشري حقونو ترسره شوې هڅې تراوسه هم گټورې نه دي.
د ملكي وگړيو وژنه، جنسي تېري، په زور ودونه او د ښځو په وړاندې د كورنيو تاوتريخوالى هغه څه دي، چې په ځانگړي توگه يې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالى كچه لوړه كړې ده.
د ټيت عمره ماشومانو ودونه، جنسي تېري، په زوركار ته اړكول او له زده كړو څخه د ماشومانو بې برخې كول؛ هغه ستونزې دي، چې افغان ماشومان يې له گواښ سره مخ كړي دي.
د اروپايي ټولنې استازى وايي:
كه څه هم د تاوتريخوالي د كچې راټيټولوهڅې شوي، خو تراوسه هم د افغانستان اوسيدونكي دغه ناخوالې ځوروي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړى استازى ویگداس اوشاتسکس وايي:
د دې لپاره، چې د بشري حقونو په ځانگړي توگه د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن پاتې شو؛ اړينه ده، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ورځ هيره نه كړو. د افغان دولت، مدني بنسټونو او نړيوالې ټولنې له هڅو سره سره افغانستان اوس هم د ښځو لپاره د نړۍ يوه ناامنه سيمه ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون د ښځو په وړاندې د تاوتريخوال د كچې لوړيدو اندېښمن كړى، چې د تاوتريخوالي د دغې كچې لوړوالى د افغان حكومت چارواكي هم مني.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون مشرې سيما سمر وويل:
په هېواد كې د بشري حقونو د ترلاسه كولو په وړاندې ډېرگواښونه شتون لري، چې د سرغړونې د له منځه وړلو لپاره يې ډاډمنو هڅو ته اړتيا ده.
د يادونې وړده، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي كې اروپايي ټولنې د سيما سمرهڅې وستايلې او نوموړې ته يې په روانې مياشت كې د سولې د جايزې له ورسپارنې هم خبر وركړى دى.