سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى اوس هم ستونزمن كار دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ناروغ لرونكي او پوښتونكي ډېر له روغتونونو او د روغتيايي خدمتونو له څرنگوالي شكايت كوي او د روغتونونو چارواكي هم د امكاناتو له لږوالي او ډېركار څخه سرټكوي.

د كابل ملالۍ زيږنتون دواړه لوري اندېښمن دي.

ملالۍ زيږنتون ته هره ورځ سلگونه ميرمنې ورځي او لسگونه وگړي ورته له يو لړ اندېښنو او هيلو سره په انتظار كې ناست وي.

دا روغتون لسگونه كاله وړاندې د كابل ښار نفوسو ته جوړشوى؛ خو اوس ليدل كيږي، چې  د ورتلونكيو ناروغانو اړتيا پوره كولى نه شي.

ناروغ پوښتونكي، چې په دې روغتون كې ناروغان لري، ډېرشكايت كوي او لږ خوشبين دي.

دوي وايې:

له واسطې پرته د خپل ناروغ پوښتنه نه شو كولى.

د دوى په وينا:

د شپې له خوا متخصيص داكتران نه وي، د موټرو مناسب پاركينگ نشته، د زوكړو خونې نامناسبه دي او يو لړ نورې ستونزې هم لري.

د ملالۍ زېږنتون مسووله نسرين اورياخېل ستونزې مني، خو د شپې له خوا د داكترانو نه شتون ردوي.

ميرمن اورياخېل څرگندوي، چې:

دلته په هرو ۲۴ ساعتونو كې له اتيا څخه تر سل  زوكړې كيږي او له ۱۵ څخه دېرش پورې د جراحۍ عاجل عمليات تر سره كيږي. د بسترونو كمبود يوه بله ستونزه ده، چې داكتران يې هم يادونه كوي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي:

د دې روغتون د پراختيا لپاره وسمهال پروگرام نه لرو؛ خو غواړو، چې په دې روغتون كې كاري حجم را ټيټ شي.

د عامې روغتيا وزارت د شمېرنې له مخې:

په ۱۳۹۰ ل كال كې دغه روغتون ته ۳۵ زره كسانو مراجعه كړې، چې له دې جملې ۲۴ زره او پېنځه سوه د زوكړې موارد دي او ۱۴ ميندې د زوكړو پرمهال مړې شوې دي.

ملالۍ زيږنتون په افغانستان كې د نسايي ولادي لومړنى روغتون دى، چې ۲۰۰ بستره لري او د كاركوونكيو شمېر يې ۴۲۵ تنو ته رسيږي.

ويل كيږي، چې په افغانستان كې اوس هم د ميندو مړينه د اندېښنې وړمساله ده. د اوسنيو شمېرنو له مخې، په هر و سل زره ميندو كې نږدې ۳۵۰  تنه د زوكړو پرمهال مړې كيږي.

Trending

Exit mobile version