سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې له ښځو سره د تاوتريخوالي د قانون عملي بڼه كمزورې او پيكه ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ملگري ملتونه له افغان دولت څخه غواړي، چې د ښځو سره د تاوتريخوالي د مخينوي له قانونه جدي ملاتړ وكړي.

د ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون په افغانستان كې په دوه زره نهم ميلادي كال كې نافذ شو.

د دغه قانون له مخې د نجونو جبري ودول، د واده كولو په پلمه د ښځو پېر او پلور، جنسي تېري، او د ښځو وهل ډبول او داسې نور جرم بلل كېږي.

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو څانگې په تېر يوه كال كې له دوو سوو ډېرو هغو مېرمنو سره، چې له  تاوتريخوالي سره مخ شوي، پوليسو او څارنوالانو سره د مركې په ترڅ كې له ښځو سره د  تاوتريخوالي داسې ارقام تر لاسه كړي، چې د تېر كال د همدغې مودې په پرتله زياتوالى ښيي.

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازى مرستيال نيكولاى هيسم وايي:

كه څه هم په ځينو مواردو كې له ښځو سره د تاوتريخوالي عاملين د قانون له مخې محاكمه شوي، خو لاهم په عدلي او قضايي ارگانونو كې له ښځو سره د تاوتريخوالي د قانون عملي بڼه كمزورې او پيكه ده.

ملگري ملتونه په ټولو پروسو كې په مساوي توگه د ښځو د فعال گډون، او د سولې په ټينگښت كې د هغوى پر رول ټينگار كوي.

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې رئيسه جورجيت گنيون وايي:

د ښاري محاكمو د رپوټونو له مخې له ښځو سره د تاوتريخوالي قضيې د تېر كال په پرتله څلور په سلو كې زياتې شوي دي. د هغو قضيو شمېر هم لوړ دى، چې څارنوالانو ثبت كړې دي.

له بلې خوا د افغانستان د ښځو شبكه پر دولتي چارواكو تور لگوي، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي په قضيو كې لاس لري.

په همدې وخت كې د مدني ټولنې غړى ضيا مبلغ واي:

دولت له ښځو او ماشومانو سره د تاوتريخوالي په مخنيوي كې جدي مبارزه نه كوي.

دوى له دولت څخه غواړي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په اړوند بايد دولت خلكو ته ځواب ووايي. نړيواله ټولنه هم د دوى په باور په افغانستان كې د ښځو د برخليك په اړوند بېغوري كوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون ويلي، چې په تېرو اوو مياشتو كې له  ښځو سره د تاوتريخوالي له څلورو زرو ډېرې پېښې دوى ثبت كړي دي.

Trending

Exit mobile version