Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د آسترالیا هوایي ځواکونو د جنګي جرمونو تورونه ښایي اړیکې زیانمنې کړي

خپور شوی

د

د آسترالیا د دفاعي ځواک مشر د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د آسترالیايي پوځیانو پر ضد د جنګي جرمونو تورونه ښايي د آسترالیا له ځانګړي هوايي ځواک سره د امریکايي ځواکونو د کار کولو مخه ونیسي.

په افغانستان کې د تېرو شل کلونو د عملیاتو پرمهال د بهرنیو ځواکونو لخوا د ملکیانو د وژنې او جنګي جرمونو دوسیې یو د بل پسې بربنډيږي.

له امريکا او ايتاليا وروسته اوس آستراليايي پوځونه په افغانستان کې د خپل شل کلن پوځي حضور پر مهال له بشري حقونو څخه پر سرغړونه او جنګي جرمونو تورن شوي دي.

که څه هم لسګونه آسترالیايي ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې د ۳۹ ملکي وګړیو او بې وسلې بندیانو پر وژلو تورن دي؛ خو له دې ډلې د آسترالیا د ځانګړیو ځواکونو د یوه سرتېري رابرت سمیت محاکمه نن په کانبرا کې پیل شوه.

رابرت سمیت په ۲۰۱۰ کال کې د آسترالیا تر ټولو لوړ پوځي اعزاز ترلاسه کړ؛ خو په دې وروستيو کې آستراليايي رسنيو خبر ورکړ، چې په افغانستان کې يې د خپل ماموريت پر مهال شپږ افغان ملکي وګړي وژلي دي.

د آسترالیا د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز انګوس کمپبل ويلي، چې په ۲۰۲۱ ز. کال کې یې د امریکا له لوري په یوه لیک خبرداری ورکړ شوی، چې که آسترالیايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پرمهال جنګي جرمونه او له بشري حقونو سرغړونه کړې وي؛ نو دا به د دې لامل شي، چې امریکا له لسترالیا سره پر مرستو او اړیکو بیا کتنه وکړي.

په آسترالیا کې د بشري حقونو د څار ادارې رییسې هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د آسترالیايي پوځیانو د جنګي جرمونو د تورنو په اړه څېړنه به نور هېوادونه هم دې ته اړ کړي، چې د خپلو پوځیانو تورونه وڅېړي.

میرمن ګوشان د آسترالیا د حکومت دغه کار د عدالت د تامین په برخه کې یو مهم ګام وباله.

په آسترالیا کې د بشري حقونو د څار ټولنې رییسه داینالا ګوشان وایي: زه هیله منه یم، چې د آسترالیايي پوځیانو محاکمه به یوازنۍ پېښه نه‌وي پر دوی سربېره نور هغه ځواکونه، چې له دغه راز تورونو سره مخ دي هم باید همداسې چلند ور سره وشي.

له دې مخکې د آسترالیا د وسله‌والو ځواکونو عمومي مفتش کره شواهد وړاندې کړي وه، چې د آسترالیا د ځانګړیو ځواکونو ۲۵ غړي د ۳۹ ملکي افغانانو پر وژلو او د دوه نورو په ځورونه کې لاس لري او دا ټولې دوسیې د څېړنو لپاره د ځانګړیو ځواکونو دفتر ته استول شوي دي.

تازه خبرونه

د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د پرله‌پسې سرغړونو له کبله بندې شوې

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Published

on

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفي‌الله رائد ويلي، په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د« پرله‌پسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره عملي هڅې وکړي – برهم صالح

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

برهم صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بېرته راستنېدونکي له بېوزلۍ، د خدمتونو له محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي همدارنګه د افغان نجونو د زده‌کړو او د خپلو هیلو د پوره کولو پر حق ټینګار کړی او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي، چې خپلې ژمنې پر عملي اقداماتو بدلې کړي.

هغه ویلي، افغان نجونې د خوبونو او خیالونو غوښتنه نه‌کوي، بلکې داسې فرصتونه غواړي، چې وکولی شي خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي.

دغه راز افغان کارپوهانو ويلي، بېرته راستنېدونکي د خپل ژوند د بیا پیل لپاره کاري فرصتونو او دوامدار اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

د دوی پر اند، یوازې لنډمهاله مرستې نه‌شي کولی د دغو کورنیو ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت چارواکو بېرته راستنېدونکو ته د کار او زده‌کړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر اړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیوالې ټولنې د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره اړینې مرستې نه‌دي کړي- امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، نړیوالې ټولنې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاسته‌راوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې اړینې مرستې نه‌دي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

فریلیسن د امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې ستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ یوه برخه ده.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه به هڅه وکړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!