تازه خبرونه
په افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
د ډسمبر څلورمه د ناکامورا د مړینې شپږمه کلیزه وه؛ هغه ډاکټر، چې خپل ټول ژوند یې د افغانستان خلکو ته د مرستې لپاره ځانګړی کړی و؛ خو هغه په ۲۰۱۹ کال کې د ۷۳ کلنۍ پر عمر له څلور ساتونکو او موټر چلوونکي سره په یوه کمین کې ووژل شو.
د جاپان د آساهي شیمبون ورځپاڼې د راپور مخې؛ په افغانستان کې د ډاکټر ټیټسو ناکامورا له وژل کېدا شپږ کاله وروسته د هغه بشري ماموریت د جذام ناروغۍ له درملنې سره بیا پیل شو.
د ډسمبر څلورمه د ناکامورا د مړینې شپږمه کلیزه وه؛ هغه ډاکټر، چې خپل ټول ژوند یې د افغانستان خلکو ته د مرستې لپاره ځانګړی کړی و؛ خو هغه په ۲۰۱۹ کال کې د ۷۳ کلنۍ پر عمر له څلور ساتونکو او موټر چلوونکي سره په یوه کمین کې ووژل شو.
د نوموړي د تلین د نمانځلو پر مناسبت د جذام درملنه؛ د هغه د کار پیل ټکی دی، چې له ۱۵ کلونو وروسته له دې شعار سره بیا پیل شو، چې: “د ډاکټر ناکامورا ټولې پروژې روانې وساتئ او د هغه ټولې هیلې پرمخ بوځئ” د هغه همکارانو د هېواد په ختیځ کې د دې ناروغۍ د درملنې خدمت بیا پیل کړ.
د ټیټسو ناکامورا په یاد د جذام مرکز د نومبر پر لومړۍ په جلالآباد ښار کې پرانستل شو؛ یو درې پوړیز شخصي کور ورغول شو، چې اوس د نرینهوو او ښځو لپاره د درملنې پېنځه بستره لري.
دا مرکز د فوکوکا میشته غیر انتفاعي ډلې پېښور کای او د ځایي ټولنې پیس جاپان طبي خدماتو (PMS) لهخوا پرمخ وړل کیږي، چې ناکامورا تاسیس کړی. په دې مرکز کې دوه ډاکټران، درې نرسان او ۱۹ سیمهییز کارکوونکي طبي خدمات وړاندې کوي.
د ملاتړ سیمهییزې ټولنې دفتر ۶۶ کلن رییس چیوکو فوجیتا له پرانیستې مخکې کارکوونکو ته وویل: “د ناروغانو ژوند تاسې پورې لري.”
د دغه راپور له مخې؛ ناکامورا پر ۱۹۸۴ کال د پاکستان په پېښور روغتون کې د جذام څانګې مسوول و او له غرنیو سیمو څخه افغان ناروغان دې روغتون ته د درملنې لپاره راتلل. هغه په ۱۹۹۰ کې د ناروغانو د سفري ستونزو له کبله په غریزو سیمو کې کلینیکونه جوړ کړل.
د امنیتي وضعیت له خرابېدا سره په ۲۰۱۰ کې د جذام درملنه وځنډول شوه؛ خو د امنیتي وضعیت له ښه کېدا او د سیمهییز حکومت له غوښتنې سره دا مرکز بیا پرانیستل شو.
فوجیتا زیاته کړې: “زمونږ تمرکز به د ښځینه نرسانو پر روزنه او مهارتونو لېږدولو وي.”
د سیمهییزې ادارې عمومي مدیر ۷۶ کلن ماسارو موراکامي ویلي: “مونږ شپږ کاله زړه نازړه کار وکړ؛ خو اوس مونږ کولی شو درملنه پیل کړو.” د ناکامورا پر نیت غواړو دا ” ژوند ژغورنه” او “د دې رڼا ساتل” خوندي کړو.
ویل کیږي، چې دا مرکز کولی شي د زرګونو خلکو ژوند وژغوري او د ډاکټر ناکامورا بشري میراث خوندي کړي.
