تازه خبرونه
په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ د مبارکۍ پر پیغامونو او امنیتي ډاډ پیل او ترسره شوه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د یوه پیغام پر خپرولو د دې میاشتې د رارسېدا مبارکي څرګنده کړې او په روژه کې یې پر یووالي، خواخوږۍ او سولې ټینګار کړی دی.
نن په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د مبارکې روژې میاشتې لومړۍ ورځ خلکو ته د بېلابېلو ادارو او چارواکو د مبارکۍ او امنیتي ډاډ څرګندولو تر سره شوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د یوه پیغام پر خپرولو د دې میاشتې د رارسېدا مبارکي څرګنده کړې او په روژه کې یې پر یووالي، خواخوږۍ او سولې ټینګار کړی دی.
دغه راز د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي ویلي؛ دا اداره به له کورنیو د ملاتړ تر څنګ هغو ته د اوبو، انرژۍ او روغتیایي پاملرنې بنسټیز خدمتونه د لاسرسي وړ او ډاډمن کړي او د طبیعي ناورینونو پر وړاندې به یې ملاتړ وکړي.
د ملي پخلاینې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هیله څرګنده کړې، چې د روان کال روژه به د مثبت بدلون پیل او په افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنیت او هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.
دغه راز د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ټینګار له مخې؛ د هېواد امنیتي ځواکونه په ټول افغانستان کې چمتو دي، چې د خلکو امنیت خوندي کړي او خلک وکولی شي خپل عبادتونه او ورځني فعالیتونه په ډاډمن چاپېریال کې ترسره کړي.