تازه خبرونه
په افغانستان کې د ماشومانو ودونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده – م.م
د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د لږ منګو ماشومانو ودونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د سې شنبې پر ورځ د دغه بنسټ په خپره شوې خبرتیا کې راغلي: په افغانستان کې جګړه، تاوتریخوالی، فقر او پر ځینو دودیزو باورونو او چلندونو ټینګار په ځانګړي توګه په لیرې پرتو او کلیوالي سیمو کې لږ منګه نجونې له خطر سره مخ او هرکال په میلیونونه نجونې د دوی د کورنیو، ملګرو او ټولنې لخوا له فزیکي او رواني زیان مخ وي.
د اعلامیې له مخې: دا خطرونه نه یوازې نجونې له بشري حقونو څخه لیرې ساتي، بلکې د دوی د ټولنیزو حقونو، زدکړو او خوندیتوب مخه هم نیسي او د روغتیا، تولیدي وړتیاوو او ټولیز شتون په ګډون یې مور کیدنه هم ګواښي.
د ملګرومالتونو وګړیو صندوق اجرائیه مشره میرمن داکترناتالیا کانم ویلي، چې د نجونو پروړاندې ناوړه کړنې د ژور او تلپاتو زیانونو لامل کیږي او دوی له خپل بشپړ حقه بې برخې او د وړتیاوو ښکاره کولو مخه یې نیسي.
اعلامیې دا هم په ډاګه کړې: ډېري زیان رسونکي عملونه، چې د بشري حقونو سرغړونه یادیږي له جنسیتي تبعیضونو او نورمونو څخه رامنځته کیږي؛ نا برابري روانه ساتي او د ښځو او نجونو له خوښې پرته پر هغو تپل کیږي.
ملګرو ملتونو په ډاګه کړې، چې د کرونا ویروس د خوریدو له کبله د قرنطین پر مهال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د افغانستان لوی څارنوالۍ د د غه مهال په بهیر کې د ښځو د وهلو ۲۴۹ قضیې ثبت کړې دي.
د داکترې کانم د څرګندونو له مخې: د کرونا وبا روانې ناروغۍ زمونږ دنده نه یوازې ستونزمنه کړې، بلکې چټکتیا هم وربښي؛ځکه، چې اوس ډېرې نجونې له خطر سره مخ دي. مونږ به تر هغې ترې خپلې هڅې ونسپموو، چې د ټولو نجونو حقونه، غوراوي او واکونه په بشپړ ډول خپل شوي نه وي.
دې صندوق ټینګار کړې: دا د حکومتونو دنده ده، چې د ښځو او ماشومانو له خوندي کولو ځان ډاډه کړي؛ ځکه دوی په دې اړه نړیوال تړونونه د د ښخو او ماشومانو د ملاتړ لپاره تصویب کړي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ماشومانو د خوندیتوب او ژغورنې ډېر نړیوال کنوانسیونونو د لږ منګو په ګډون لاسلیک کړي دي. د پالیسۍ له نظره، په افغانستان کې د ماشومانو د بې وخته ودونو د له منځه وړلو لپاره ملي پلان تصویب شوی او په هېواد کې د بې وخته ودونو د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره ملي او نړیوالې همکاري اړینه ده.
د ماشومانو بې وخته ودونه له بشري حقونو بنسټیزه سرغړونه ده؛ ځکه، چې نجونې له زدکړو، روغتیا او اوږدمهاله بریالیتوبونو بې برخې کوي. د فغانستان حکومت اړ دی، چې په دې اړه له دیني او مدني ټولنو، ملي، سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو څخه ګډه مرسته تر لاسه کړي.
دې بنسټ ویلي: مونږ اړ یو، چې خپلې ژمنې نوې او د دغه زیان رسونکې کړنې مخه ونیسو؛ نجونو او د هغوی حقونو ته درناوی خپل کړو.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه18 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی18 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
