تازه خبرونه

په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې د آی‌آر‌سي دوه نور کارکوونکي هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدېدلي دي.

Published

on

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (آی‌آر‌سي) د خواشینۍ د وړاندې کولو تر څنګ په افغانستان کې د خپل یوه کارکوونکي مړینه تائید کړې او وایي، چې دې کارکوونکي د هرات ولایت د اسلام‌کلا په اړوند سیمه کې د دندې له ځایه د ستنېدا پر مهال د یوې ټرافیکي پېښې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې د آی‌آر‌سي دوه نور کارکوونکي هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدېدلي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې د لومړۍ کرښې کارکوونکي د دې بنسټ د ماموریت اساسي برخه جوړوي او اړمنو خلکو ته د رسېدا لپاره اړینې هڅې تر سره کوي. په ځانګړي توګه په افغانستان کې، چې ډېری خلک په لرو پرتو او ستونزمنو سیمو کې ژوند کوي.

دې بنسټ زیاته کړې؛ د وژل شوي کارکوونکي له کورنۍ، ټپیانو او د هغوی له کورنیو او همدارنګه له خپلې کاري ډلې سره په دې سختو او ستونزمنو شرایطو کې همکاريو او ملاتړ ته ولاړ دي.

د ژغورنې نړیواله کمیټې له ۱۹۸۸ میلادي کال راپدېخوا په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي او دا مهال د هېواد په نهه ولایتونو کې له زرګونو کلیو سره همکاري لري. دا بنسټ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، چې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، په کلیوالو سیمو کې د ښوونیزخوندي چاپېریال رامنځته کول، د نغدو مرستو وېشل، د بېړنیو سرپناوو برابرول، د څښاک اوبو او حفظ‌الصحې خدمتونه وړاندې کول، د معیشتي فرصتونو رامنځته کول او د زیانمنو خلکو لپاره د ډاډ رامنځته کولو د پیاوړتیا پروګرامونه رانغاړي.

Trending

Exit mobile version