Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې له پرېکړو څخه د ښځو ګوښه کېدا به روان کړکیچ پراخ کړي – ملګري ملتونه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې له پرېکړو څخه د ښځو ګوښه کول افغانستان له کړکېچه د وتلو له هر فرصت څخه بې برخې کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو څانګې د دغو خبرو تر څنګ د ښځو له حقونو پر سرغړونه، غږ بندولو او له ټولنې څخه د هغو ایستلو نیوکه کړې ده.

یادې ټولنې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د ښځو پر حقونو برید، د هغوی د غږ بندېدا او له ټولنې څخه یې ایستل نه یوازې مجازات دي، بلکې پرعادي خبرو بدلیدونکې دي.

اسلامي امارت د نړیوالو بنسټونو دغې ادعاوې ردوي او څرګندوي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر بل هر وخت خوندي دي.

په افغانستان کې د ښځو حقوق د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ یوه ناندریزه مسله ده او ویل کیږي تر هغې، چې دا مسله حل نشي؛ له نړیوالې ټولنې سره به یې اړیکې هم  رسمي بڼه غوره نکړي.

تازه خبرونه

امریکا او اروپا د بُن په ناسته کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ويلي: په داسې حال کې، چې امریکا او اروپا په افغانستان کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله؛ خو ایران وتوانېد، چې مخه یې ونیسي.

د ایران بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د حقوقي فکرونو له مرکز سره په مرکه کې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه د خبرو پر مهال ویلي؛ امریکا په بُن غونډه کې د افغانستان لپاره د ښو طالبانو د ښه حکومت د جوړولو پلان جوړ کړی و او اروپا بیا د پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله.

دغه ایرانی چارواکي څرګنده کړې؛ هغه وخت ایران وتوانید، چې د دغو پلانونو مخه ونیسي.

جواد ظریف زیاته کړې؛ هېواد یې د بُن په غونډه کې خپلو موخو ته ورسېد او د نوي افغان حکومت په جوړولو کې یې خورا مهم رول ولوباوه.

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف وايي: ایران د بُن په غونډه کې خپلې موخې تر لاسه کړې او د افغانانو د ګټو پر بنسټ یې د نوي افغان حکومت په جوړولو او د تهران د امنیتي ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره خورا مهم رول ولوباوه.

نوموړي له ترهګرو ډلو سره د ایران د مبارزې په اړه په دغه مرکه کې ویلي؛ په ګاونډ هېوادونو کې د ترهګرو ډلو منل د ښه ګاونډیتوب له اصولو څخه سرغړونه ده.

ظریف زیاته کړې، چې ایران د بُن په غونډه کې له امریکا سره د افغانستان او عراق په هکله هم مخامخ او ډیپلوماټیکه همغږي لرله.

د بن کنفرانس د ۲۰۰۱ کال پر ډسمبر د جرمني په بن ښار کې د افغانستان لپاره د نوي حکومت د جوړولو او د اسلامي امارت د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د ګډوډۍ د مخنیوي پر موخه جوړ شو. دغه کنفرانس له نهه ورځو خبرو وروسته د ډسمبر پر دیارلسمه په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت بنسټ کېښود.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې به سبا د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي

Published

on

(Last Updated On: )

له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې څرګنده کړې، چې سبا (دوشنبه د غبرګولي څوارلسمه ) به په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي.

یادې ادارې نن ( يکشنبه د غبرګولي دیارلسمه) اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د پوليو واکسين کمپاين دغه پړاو به څو ورځې روان وي.

له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي وه، چې سږ کال یې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د يادونې ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغي په کې ختمه شوې نده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د زمردو کان کېندونکیو ته له ۵۶۰ ډېر جوازونه وېشل شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته په دې ولایت کې د کانونو غیر قانوني استخراج او قاچاق پای ته رسېدلی او د زمردو د قانوني او اصولي کان کېندنې لپاره مو تر اوسه له ۵۶۰ څخه ډېر جوازونه وېشلي دي.

د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې زیاته کړې، چې له دې کار سره څه باندې لس زره پنجشېریانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد قاسم امیري د پنجشېر د یاقوتو د ټولو کانونو د سروې او استخراج د جوازونو د وېش لپاره دې ولایت ته له دې وزارت څخه د سروې او تخنیکي ډلې د لېږلو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشېر خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو او په دغه ولایت کې د یاقوت او زمرد د استخراج د جوازونو پر ورکولو ټینګار وکړ.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!